
کندهار: طالبانو یو قومندان او ۱۶ تنه عسکر ژوندي نیولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): د کندهار ولایت په میوند او سرحدي ولسوالۍ معروف کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ پراخي نښتي شوي.
معروف:
د سرحدي ولسوالۍ معروف په خوګیاڼو او نیکو سیمو کې چې د یادي ولسوالۍ د مرکز په درې کیلو مترۍ کې پرتې دي طالبانو دوې پوستې نیولي او همدا راز یې د ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ توغندۍ وار کړي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي: د دوو پوستو په نیولو کې یې د یو قومندان په شمول ۱۶ تنه عسکر ژوندي نیولي او ۱۲ نور یې وژلي.
د کندهار سیمیز خبریال محمد شریفي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې زموږ له اطلاعاتو سره سم د معروف د تیري شپې په برید کې ۴ سرتیري وژل شوي، ۱۵ طالبانو ژوندي بېولي او د ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر په شمول څو تنه نور سخت ټپیان دي.
میوند:
طالبانو د ميوند په سره بغل او مندوزو سيمو کې پر ۳ پوستو بریدونه کړي، ۱۲ عسکرو په نښته کې ژوند له لاسه ورکړی، ۲ پوستې طالبانو نيولي او د طالبانو په وينا ۳ شوبلي او ۲ موټر يې هم سوځولي دي.
طالب ویاند مني چي په نښته کې د دوی درې تنه جنګیالي ژوبل شوي دي.
دا نښتي داسي مهال رامنځته کیږي چې له کندهار څخه حکومتي چارواکو یوه لویه قوه د غورک ولسوالۍ پر لور روانه کړې او ځانونه یې د غورک ولسوالۍ تر مرکزي کلي رسولي دي.
چارواکي هم په نښتو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلي اوښتو او له هغوی د سیمو نیولو را پورونه ورکوي.