نړۍ

سبا ته په مسقط کې د سولې اړوند څلور اړخیزه ناسته کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو له انکار سربېره سبا ته د عمان په پلازمېنه مسقط کې د سولې اړوند څلور اړخیزه ناسته کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني سبانۍ ناستې ته هیله‌من دی او د مسقط ناسته د سولې لپاره مهمه بولي.

ښاغلي مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د مسقط د سولې اړوند ناسته کې به د امریکا، چین، پاکستان او د افغانستان استازي گډون وکړي او د دغو ناستو په دوام به خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په استازیتوب به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک د مسقط په ناسته کې ګډون وکړي.

وسله‌والو طالبانو د مسقط له ناستې مخکې په دغه غونډه کې د ګډون څخه انکار کړی و.

د سولې څلور اړخیزې ناستې له دې وړاندې په کابل، اسلام اباد، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم شوي دي؛ خو تراوسه یې د سولې اړوند هېڅ ګام نه دی اخیستی.

د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې د سولې لپاره باید دواړه خواوې د اوربند اعلان وکړي او امریکا دې خپل ځواکونه له افغانستانه اوباسي او یا یې د وتلو نړیوال تظمین ورکړي.

د مسقط د سولې څلور اړخیزه ناسته داسې مهال کېږي، چې امریکا د افغانستان اړوند خپله ستراتېژي اعلان کړې او افغانستان ته یې د اضافي ځواکونو د رالېږلو خبر ورکړی او د جګړې اصلي لوري«طالبانو» په دغه ناسته کې له ګډون انکار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x