نظــر

بې ضمیره اوښکې!

د کابل په مهمه امنیتي او شنه سیمه کې په سیرینا هوټل باندې د طالبانو د پرونۍ شپې برید د ډېرو داخلي او خارجي ژورنالستانو، افغان – دوستو هېوادونو او نورو عامو افغانانو توند غبرګونونه پارولي دي. پدغه برید کې د فرانس پرېس خبري آژانس سره سیمه ییز افغان کارکوونکی سردار احمد چې ۴۰ کلن وه له خپلې ښځې او دوه اولادونو سره چې عمرونه یې د ۲ او ۵ کلونو تر منځ وه وژل شوي دي. همدارنګه دوه تنه کاناډایي تبعه او په افغانستان کې د امریکا د سفارت له قوله یو نفر بنګله دیشي الاصله امریکایی هم پدغه برید کې له منځه تللي دي.

سردار احمد ځوان ژورنالست وه چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې له فرانس پرېس سره کار کاوه چې ددوی له قوله یو تکړه، باتجربه او زرنګ ژورنالست وه. د افغان ژورنالستانو ټولنې د سردار احمد د مرګ په غبرګون کې تصمیم ونیوه چې د طالبانو په راپورونو به ۱۵ ورځنی تحریم لګوي او پدغه موده کې به د طالبانو د هېڅ ډول فعالیت په اړه راپور نه خپروي. دا پداسې حال کې ده چې  د کندهار د والي د دفتر رئیس داکتر پرویز نجیب د سختو ټپونو له امله چې پرون ورځ د چاودنې له کبله وراوښتي ول، نن په روغتون کې ساه ورکړه. د نوي کال په رارسېدو چې اولسمشریزې ټاکنې هم په نږدې ورځو کې ترسره کېدونکې دي دا ډول پېښې د کابل په زړه کې د کابل دولت ته سور څراغ دی. طالبانو ویلي وه چې موږ به د ټاکنو دغه بهیر له کړاو او جنجال سره مخ کوو او نه پرېږدو چې په آزاده فضا کې دغه ټاکنې ترسره شي.

د سردار احمد د بچیانو وژنه په واقعیت سره یوه تراژیديکه واقعه وه چې د هر چا زړه برېښوي خو حیراني مو هغو فاسدو، بداخلاقو، او بې ضمیرو ته راځي چې د مکر، دوکې او چل اوښکې په دغو مقتولینو تویوي او خپلو تباهکاریو، غصب، چور، او د بېوزلو، کونډو او یتیمانو د اموالو او کورونو په ورانولو یې اوښکه لا څه چې د انساني عاطفې کوم رګ هم نه ښوري. زموږ د ژوندانه او زموږ د تاریخ تر ټولو بدترینه او فاسد خلک ښایي پدغه چوکاټ کې راټول شوي وي چې غصب وکړه، چور وکړه، غلا وکړه او کورونه په یتیمو او کونډو چپه کړه.

ښه مې یادیږي چې کله د شېرپور په سیمه کې د بېوزلو، بې بضاعته کونډو او یتیمانو په جونګړو باندې زورواکو او چورواکو د شپې له مخې چاپه ووهله، په کورونو کې د هغوی د شتون سربېره یې چتونه پرې وروغورځول او یبلې پښې، تورسرونه او څیرې ګرېوانونه یې د باندې په سړه هوا کې ودرول. په همدغو مظلومو او بېوسو افغانانو یې ډیرې شپې د سرک پر مخ په داسې حال کې تیرې کړې چې نه یې د خوراک څه ول او نه د پوښاک.

په دغو چور کوونکو او چپاولګرو کې یو هم د کابل اوسنی د امنیې قومندان ایوب خان سالنګی وه چې د شېرپور د خوارانو په جونګړو یې بلډوزر وخېژاوه. په بېګا یې تلویزیون کې یوه زړه او عمرخوړلې ښځه ښوودله چې له سره یې سرې وینې روانې وې او د کامرې مخې ته په ژړا او واویلا راغله، خبریال ځینې پوښتنه وکړه چې ابۍ ولې او دا چا؟ هغې ورته په ځواب کې وویل چې، دغه (ایوب سالنګي) په سر په تیږه وویشتم…! خبریال د یادې قضیې په اړه له ایوب سالنګي نه وپوښتل؛ چې هغه زړه ښځه دعوه کوي چې تاسو په سر ویشتې او په زوره مو کور پرې وران کړی او له کوره مو شړلې؟ ایوب سالنګي ورته وویل چې؛ او دروغ میګه، قولدوري میکنه!

قولدوري د سالنګ او د پنجشېر د خلکو عامیانه لغت دی چې معنی یې مکاري او چل بازي ده. ایوب سالنګي په ټولې سپین سترګۍ او بې ضمیرۍ دغه موضوع رد کړه او د هغې زړې او عمرخوړلې ښځې خبرې یې مکاري، چل بازي، دوکه او فرېب عنوان کړې، پداسې حال کې چې دا هر څه په ژوندۍ بڼه خپرېدل.

نن ماښام بیا؛ ایوب سالنګي صاحب مې لیده چې د مرحوم سردار احمد او د هغه د مرحومې کورنۍ د مړو پر سر ولاړ وه او د حسرت او اندېښنې اوښکې یې تویولې! افسوس مې راغی چې دا خلک څومره بې ضمیره دي او څومره بې ضمیره اوښکې تویوي…! پداسې حال کې چې د  هغې مظلومې زړې ښځې د کور ورانول چې د ژوند ټوله سرمایه یې هماغه یو کور وه، دومره ستر جنایت دی چې د سردار احمد وژنه یې په مقابل کې هېڅ ده. خو ده ښاغلي هلته یوه اوښکه توی نکړه، هو، اوښکه به یې ولې تویوله ځکه چې د هغه کور ورانول او پر ځای یې خپله ماڼۍ ودانول دده شخصي حق وه ځکه هغې زړې ابۍ قدرت او پیسې نلرلې او سالنګی صاحب هر څه لري.

کالم: امت

لیکوال: عبد البصیر عتیقزی

نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x