افغانستان

طالبانو د کندهار معروف ولسوالۍ مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۶): د کندهار ولایت امنيتي سرچینو منلې، چې طالبانو یو ځل بيا د کندهار معروف ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمې نیولی دي.

يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې طالبانو له تېرو دوو شپو راهيسې پر معروف ولسوالۍ بریدونه پيل کړي وو، چې د مرستو نه رسېدو له امله ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او پاتې عسکر اړ شوي، چې له ولسوالۍ ووځي او سيمه طالبانو ته پرېږدي.

سرچينې دا هم ویلي، چې پوځي چورلکو مړي او ټپيان کندهار ولايت ته لېږدولي دي.

د کندهار ولايت چارواکو تر اوسه رسما د ولسوالۍ د سقوط پخلی نه دی کړی.

طالبانو تر اوسه د معروف ولسوالۍ د نیولو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته ويلي و، چې د دغې ولسوالۍ په خوږياڼو سيمې کې يې دوه پوستې نیولي، دولس عسکر يې وژلي او اتلس يې ژوندي نيولي دي.

طالبانو دا هم ویلي و، چې د دغو بريدونو پر مهال يې ګڼ شمېر وسلې او څو عرادې موټرسايکلان هم نيولي دي.

طالبانو څه موده مخکې د معروف ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې نیولې وې، خو امنيتي ځواکونو يوازې د استخباراتي چارواکو په ګډون د دولسو عسکر د وژل کېدو پخلی کړی و او د ولسوالۍ د مرکز نيول يې نه و تاييد کړي.

په ورته وخت کې حکومت د غورک ولسوالۍ مرکز د بيا نیولو په موخه دغې سيمې ته قوه لېږلې، خو تر اوسه يې د ولسوالۍ د نیولو يا پرمختګ په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x