دتهجدوخت(ایادتهجدلپاره خوب شرط ده؟)

دتهجدوخت(ایادتهجدلپاره خوب شرط ده؟)

قدرمنوزماپوښتنه دتهجددلمانځه په هکله ده زه په یوه ساختمانی شرکت کی کارکوم چی دروژی په مبارکه میاشت کی اکثره دشپی لخواددفترکارونه کوو اوترسهاره ویښ وو بیادسهارلمانځه اولمرختلووروسته بیده کیږوکه دتهجدپه هکله راته معلومات راکړی چی څه وخت یی کولای شوو یعنی داچی ویده کیږوخونه نوبیاڅنګه کولای شو که معلومات راکړی مهربانی به مووی 

محمدصدیق افضلی <hcc_seddiq@yahoo.co

الجواب حامداومصلیا:

دماخوستن ترلمانځه وروسته چي کوم نفل کیږي هغه هم تهجد(صلوة اللیل)بلل کیږي،البته دتهجد غوره وخت دشپې له نیمایي وروسته پیلیږي،خوب شرط نه ده،یعني که ویده شی که نه تهجدصحیح کیږي،هوترخوب وروسته یې کول غوره ده،داچي تاسودشپې لخوانه ویدیږئ،تاسویې دماخوستن له لمانځه وروسته کولای شئ،ښه داده چي دشپې له نیمایي وروسته وشي،اودشپې اخیرنی وخت یې غوره ګڼل شوی ده.

(وماکان بعدصلوة العشاء فهومن اللیل،وهویفیدان هذه السنة تحصل بالتنفل بعدالعشاءقبل النوم.ردالمحتار،باب الوتر،مطلب:فی صلوة اللیل)

(لماقال العلامة شاه عبدالعزیزالدهلوي رح :اول وقت ان بعدازنصف شب است….. سواء سبقه النوم ام لا ..(فتاوی عزیزی،کتاب الصلاة ص 5

،کذافی فتاوی حقانیه،3/44)  



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.