افغانستان

لوګر: د رايې ورکولو مرکزونه له امنيتي ستونزو سره مخ دي

نن ټکی اسيا: لوګر ولايت کې د ټاکنو کارکووني وايي چې، د نا امنيو او وسلوالو طالبانو د بريدونو له امله دوی نه دي توانيدلي چې، شاوخوا دېرش مرکزونه پرانيزي.

د لوګر ولايت د ټاکنو د دفتر مشر نعمت الله وردګ وايي چې، په څرخ، ارزې، خروار او يو شمېر نورو وسلواليو کې د رايې مرکزونه تر اوسه ندي پرانستل شوي. ښاغلي وردګ زياتوي چې، که دغه ولايت کې امنيتي حالات ښه نشي، په لسګونو زره خلک به په ټاکنو کې له ګډون کولو بې برخې شي. نعمت الله وردګ وايي چې، لوګر ولايت کې د رايې ورکولو درې اتيا مرکزونه او دوه ديرش سايټونه دي چې، له نيمې زيات يې له جدي امنيتي ستونزو سره مخ دي. د یادونې وړ ده چې، وسلوالو طالبانو په خپل يو پيغام کې ويلي چې، دوی به د رايو ورکولو پر مرکزونو، دعوتګرانو، امنيت ساتونکو او اړوندو کسانو بريدونه کوي او عام خلک دې له دغو ځايو ځانونه لرې وساتي. طالبانو له قومي مشرانو او مخورو سپین ږيرو غوښتي چې، دوی دې په ښوونځيو، کلينيکونو او د عامه ګټو ځايونو کې د ټاکنو اړوند فعاليتونو مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x