بدګماني او بهتان !

لیکنه : احمدجنید مبارز

د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د بدګمانۍ څخه ځانونه وژغورئ ځکه بدګماني ډېر بد درواغ دي، او په پټه د بل چا خبري مه اورئ، او د چا د عیب لټه مه کوئ، جاسوسي او چغلي مه کوئ، د چا سره تنافس یعني د دنیا په مینه کي لومړی والی او د رانیولو او خرڅولو په وخت کي یو پر بل باندي نرخونه مه لوړوئ، یو له بل سره حسد او بخیلي مه کوئ، او یو له بل څخه د خفګان په خاطر مخونه مه اړوئ، او یو له بل سره وړونه، او د خدای جل جلاله بنده ګان اوسئ.رواه مسـلم

د حدیث شریف توضیح :
نبي علیه السلام په پورتني حدیث شریف کي د یو شمېر اعمالو څخه منع فرمایلې ده چي په ورځني او ټولنیز ژوندانه کي خورا بد اثر لري، ځکه ددې اعمالو په اخته کېدلو بدمرغي، جګړه، تفرقه، او بې اعتمادي د بشري ټولني د غړو تر منځ راپیدا کوي، حال دا چي د هغو څخه اجتناب د ورورولی، میني، محبت، او صمیمیت اړیکي د ټولني د افرادو تر منځ ټینګوي، او د اقتصادي، فرهنګي، او اجتماعي سطحي د پراختیا او ټینګست لپاره کومکي واقع کیږي. دغه اعمال عبارت دی له :

تحسس، تجسس، تنافس،تدابر، او تحاسد څخه چي د هر یو تعریف به ولیکو :

۱_ تحَسُسْ : یعني د خلګو خبرو ته غوږ نیول چي دوی څه وایي، او بیا هغه په نامطلوب ډول او د ناروا اهدافو د تأمین په غرض د خلګو په منځ کي خپرول دي، ځکه د هر څه څخه مخکي د خلګو خبر،و ته غوږنیول ناروا او غیرمشروع کار دی.

۲_ تجَسُسْ : د انسان عیبونه لټول او بیا هغه عیبونه هر چیري خپرول او بل چاته ویل.

۳_ تنَافُسْ : یو دبله په داسي ډول مقابله کول چي د دوی په زیان وي لکه : یو د بل په خلاف د نرخونو لوړول.

۴_ تحَاسُدْ : یعني د بل چا د مال او مرال په هکله حسد کول او هم تبَاغُضْ یعني یو له بل سره بغض او کینه درلودل هم د همدې اعمالو په ډله کي شمېرل کیږي، چي نتیجه یې بېله دینه چي بشري ټولني ته ګټه نه لري بلکي د یوې ټولني د غړو تر منځ جلاوالی او نفاق رابرسېره کوي او دوی یو د بله لیري باسي. نو ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دا ټول اعمال بد ګڼلي او په مقابل کي یې د اسلامي ټولني ټول افراد ورورولۍ ته رابللي او د بدګمانۍ او بدبینۍ څخه یې منع کړي دي.

د نوموړي حدیث شریف ګټي:

۱_ د اسلام مبارک دین بدګماني ډېر بد او غټ درواغ ګڼلي دي.

۲_ د خلګو خبرو ته غوږ نیول او بیا نورو ته رسول او هم د نورو د عیب پلټنه په دې هدف چي هغه د ټولو اسلامي او انساني مقرراتو پر خلاف نورو ته ورسوي، ستره ګناه ده.

۳_ حسد او یو د بل سره کینه درلودل د ورورۍ او اخوت اړیکي د ټولني د افرادو تر منځ پرېکوي او د بد مرغیو د راوستلو موجب ګرځي.

۴_ په راکړه ور کړه او تجارتي معاملاتو کي چم او درغلي کول ناوړه کار او د اسلامي او انساني اخلاقو مخالف عمل دی.

۵_ تدابر یعني یو د بل څخه مخ اړونه او د کوچني موضوعاتو له امله یو له بل سره د ملګرتیا او ورورۍ اړیکي پرېکول هم د ناوړه اعمالو څخه شمېرل کیږي چي باید پوه او هوښیار انسانان، او د اسلام مقدس دین پیروان د همدې اعمالو څخه ځان وساتي.

په پای کي د الله تعالی څخه ددې لیکني هر لوستونکي ته پر دې لیکني باندي د عملي کولو د توفیق دعاء غواړم، لومړی دي الله ماته او بیا تاسو ته د عمل کولو توفیق در کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د