افغانستان

ننګرهار: له مرکزي محبس نه ۶۰ تنه بنديان خوشي شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۶):د ولسمشر اشرف غني د هغه فرمان پر اساس چې د ازادۍ د ورځي په مناسبت يې خپور کړی وو د ننګرهار له مرکزي محبس نه ۶۰ تنه بنديان آزاد شوي.

د يادو شويو شپېتو تنو بنديانو له خوشي کېدو سربيره د ولسمشر د ۱۱۰ ګڼه فرمان سره سم د ۱۰ تنه نورو بنديانو په بند کې تخفیف راغلی.

د یاد ولايت د استيناف څارنوال او د عمومي محبس مدير د ۶۰ تنه بنديانو د آزادېدو او ۱۰ تنه نورو د بند تخفیف تائيدوي.

د استيناف څارنوال وايي: د فرمان له مخې دوه پنځوس تنه د فرمان مطابق وو او اته تنه نور چې د بند موده يې پوره کېده له بنده ازاد شول او د لسو نورو په بند کې کموالی راغی.

د یادوني ده چې د ننګرهار په مرکزي محبس کې اوس مهال د ۴۲ مېرمنو سربيره ۱۷۱۹ تنه نور بنديان شتون لري چې په ډول ډول جرمونو تورن دي.

د استیناف د څارنوال په وينا د بنديانو په ټولۍ کې يوه مېرمنه هم وه چې د بند موده يې پوره شوې وه.

د ننګرهار له مرکزي محبس څخه داسي مهال ۶۰ تنه بنديان خوشي کيږي چې څو ورځي وړاندي په پلچرخي زندان کې يو تن بندي ديني عالم د نورو بنديانو له لوري د چړو په ګزار شهيد شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x