افغانستان

توليدي فابريکې به ۳ کاله له ماليې ورکولو معاف شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۶):د ماليې وزارت د ولسمشر له فرمان سره سم په خپل قانون کې تعديل راولي.

د قانون په تعديل کې به د کورنيو صنايعو د پياوړتيا په موخه د راتلونکو دريو کالو لپاره توليدي فابريکې د ماليې له ورکړي خلاصي وي.

د توليدي فابريکو هغه ماليه چې د ماليې وزارت ته ورکول کېدل پر عوائدو شل سلنه او پر صادارتو ۴ سلنه ياده شوې .

خصوصي سکتورونه د ماليې د نه اخیستو پر پرېکړه خوښي ښيې خو له دې سره سره اندېښنه لري چې دا پرېکړي هسي نه د نورو په څېر فقط د کاغذ پر مخ پاته شي.

د کورنيو توليداتو اړوند د ماليې وزارت په قانون کې تعديل د ولسي جرګې تصويب ته اړتيا لري او له هغه وروسته به عملي کيږي.

دا ګام د ماليې وزارت له لوري د کورنيو او بهرنيو پانګوالو د پانګي د جذب سبب کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x