نظــر

د جلال اباد په جګړه کې د پوهنتون محصل چا شهید کړ؟

تېره ورځ د ننګرهار په زړه کې پر شاهی ماڼۍ او نورو دولتی ماڼیو د طالبانو دځانتېرو بریدګرو ډله ېیز برید د سهار د رڼا له خپرېدو سره غبرګ پیل شو، چې دوه ساعته وروسته د جګړې په جریان کې له ننګرهاره د یو ملكی وګړی د شهادت خبر ورکړل شو. وروسته څرګنده شوه چې یاد تن د عبدالخالق په نوم د روښان پوهنتون د طب د پوهنځی زده کوونكی دی. اوس پوښتنه داده چې د پوهنتون دا زده کوونکی چا شهید کړ؟ ددې پوښتنې ځواب پیدا کولو ته اړ یو چې د دواړو لوریو جګړه ییز تاکتیک، جګړه ییزې کړنلارې او تېر ته په کتو تم شو.

په جګړه کې د عامه وګړو وژل جرم دی، خو کله د جګړه کوونكی مخ ته داسې حالت یا مجبوریت راشی چې ددې جرم په ترسره کولو لاس پورې کړی.

دا چې دا مجبوریتونه د کومې ډلې معمول دی؟ ددې د ځواب په اړه کیدای شی ډېری پدې راسره یوه خوله وی، چې د دولتی او بهرنیو ځواکونو، ځکه پر دوی د طالبانو له لوری تل په بیلا بیلو تاکتیکونو او د څېرو (شکل) په بدلو کړو بڼو ناڅاپه بریدونه کیږی او په داسې حالت کې بیا دولتی او بهرنیو ځواکونو ته ناشونې ده، چې دوی د برید کوونکی طالب او په جګړه کې د راحصار شوی ملكی وګړی توپیروكړای شی، ځکه دوی نه پوهېږی چې پر دوی په جاری برید کې د دوی مخالف لوری له کومو کالیو او له کومې څېرې کار اخیستی.

د اردو، ملی امنیت یا د پولیسو له یونیفورمه او یا هم له ملكی ساده جامو یا له پتلونه؟ طالبانو ته تل دا تاکتیکونه ډېر ګټور تمام شوی. آن د همدې تاکتیكونو په کارولو د ولسمشرۍ ماڼۍ او د CIA دفتر ته ننوتل. ډېری وخت داسې شوی چې په لویو هډو او هوایی ډګرونو د طالبانو د ځانتېرو ډله ییزو بریدګرو په برید کې بهرنیانو د اردو او سپېشل فورس عسکر وژلی، ځکه برید د اردو یا د سپېشل فورس له یونیفورمه په ګټه اخیستو ترسره شوی وی. څلور کاله وړاندې د جلال اباد په هوایی ډګر په برید کې له ساده افغانی جامو کار اخیستل شوی و، له همدې امله بهرنیانو د هوایی ډګر په لسګونه ملکی کارکوونکی ټپیان او ووژل. 

په جګړه کې د ملکی وګړو د وژلو دویم لامل د دولتی او بهرنیو ځواکونو د جګړه ییزې كړنلارې له مخې د دوی د مجبوریت یوه ستره برخه ده. په دې مانا چې د دولتی او بهرنیو ځواکونو د جګړه ییزې كړنلارې له مخې دوی اړ دی چې په جګړه کې هر خوځېدونکی شی د دوښمن په توګه وپېژنی او له حرکته یې وغورځوی.

اته کاله وړاندې ځینو رسنیو ته په هلمند کې برتانوی سرتېرو دا خبره هغه وخت وكړه، کله چې په هلمند کې د ملكیانو وژنې زور واخیست. برتانوی سرتېرو وویل، چې دوی ته د روزنې پر مهال امر شوی ترڅو د جګړې په جریان کې هر خوځېدونکی شی که ساکښ وی او که بې ساه د ټوپک په ډزو وولی، ځکه کېدای شی د خوځیدونکی شی شاته اصل دښمن پټ وی. نو دولتی ځواكونه هم چې بشپړه روزنه یې د بهرنیانو په غاړه ده، د همدې اصل په پام كې نیولو له مخې اړ دی ترڅو د جګړې په جریان کې هر خوځېدونکی شی د دښمن په توګه وپېژنی او د ټوپک په ډزو یې وولی.

دریم لامل د ناڅاپی برید له امله د دولتی او بهرنیو ځواکونو وارخطایی ده. دسلګونو بېلګو له ډلې دوه بېلګې د جلال اباد د بټی کوټ په ولسوالۍ کې ښودلی شو، چې په دې ولسوالۍ کې شپږ کاله وړاندې د سپین پل په سیمه کې پر امریکایی ځواکونو ځانتېری برید وشو. د برید په پایله کې د جلال اباد لپاره دامریكایی ځواکونو د قومندان په ګډون دولس سرتېری ووژل. امریکایی ځواکونو د وار خطایۍ او د سیمې له ملکی وګړو د برید د غچ لپاره د سرک څلورو لوریو ته دسورلۍ په موټرو او په کروندو کې په کروندګرو ناتاره ډزې وکړې، چې په پایله کې یې 105 ملکی وګړی شهدان او په لسګونه نور ټپیان شول. دویم ځانتېری برید د همدې ولسوالۍ د حفیظ کوډۍ په سیمه کې د څارویو منډی ته نېږدې پر امریکایی ځواکونو پینځه کاله مخكې وشو. دې برید 11 امریکایی سرتېری ځای په ځای ووژل. امریکایی ځواکونو د تېر په څېر د سرک په غاړه او په منډیی کې په ملكی وګړو ناتاره ډزې وكړې، چې په پایله کې یې تر سلو زیات ملکی وګړی شهیدان کړل او په همدې شمېر یې ټپیان کړل.

څلورم لامل د طالبانو د برید د اغېز د كمولو، د هغوی د بدنام کولو او د خپلو تلفاتو د پټولو لپاره د بهرنیو او دولتی ځواکونو له خوا په لوی لاس د
جګړې په سیمه کې د ملكی وګړو شهیدان کول دی، ترڅو په دې کار سره د خپلو روزلو رسنیو پر مټ د ازادو رسنیو پام د ملکی وګړو سکالو ته واړوی.

بله دا چې د موټر بم په چاودنه پسې سمدستی ځانتیری بریدګر خو په برید کړای شوی هدف ننوتل، سرک خو پولیسو ته پاتې شو او محصل خو په سرک را روان و. اوس نو دې ټولو ته پہ کتو خامخا باید ومنو چې “محصل دولتیانو شهید کړی”

 لمر شرفزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x