fbpx

افغان ټولنه، عصبیت او ملت جوړوونه

مفتون احمدزی آسترالیا
أكتوبر ١٦/٢٠١٧

لكه څنګه چې انګیرل کیږي او په عملي توګه ثابته سوې هم ده، چې په یوه ټولنه کښې د نظام ړنګېدل او کشمکش پيدا
کېدل نوې بدمرغیانې زېږوي. په افغانستان کښې د کمونیست پلوه خوځښت بریا او د هغوی په مقابل کښې د ملت غبرګون او پاڅون د نظام تله ولړزوله او بلاخره د ړنګېدو ترخه تجربه یې مونږ په خپلو سترګو ولیدله. نو لکه څنګه چې یوه بدمرغي نورې بدمرغیانې زېږوي زمونږ په ټولنه کښې هم له دې بدلون سره ډېرې بدمرغیانې یا نوې وزېږېدې او یاله پخوا نه موجودو ته قوت وبښل سو. ددې بدمرغیو له جملې نه یو هم توکمیز او ژبنی توپير یا تعصب دی. که زه دا ووایم چې زمونږ په ټولنه کښې دغه عنصر پخوا شتون نه درلوود نو دا به ریښتیا نه وي خو په کومه کچه چې اوس موجود دی ښایي پخوا نه ؤ.

د استعمار یو همیشنی تعامل دا دی چې د يو هېواد یا ټولنې په توکمونو کښې توپير او کرکه رامنځته کړي تر څو د رومیانو د امپراتورۍ تاریخي شعار چې “نفاق واچوه او حکومت وکړه” پلی کړي او په دې وسیله د مستعمره سوي هېواد شتمنۍ په آسانه او هوسا زړه ولوټي. ددې لپاره هغوی چې په هر هېواد یرغل کړی نو د قومي، ژبني، سمتي او مذهبي توپير اور یې بل کړی او یا یې تازه کولوته لمن وهلې ده. په هره ټولنه کښې یو څه تراخه حقیقتونه شتون لري په کومو چې سترګې پټوونه د انسانیت او په تېره بیا زمونږ د سپيڅلي دین له روح سره ټکر لري. دداسې حقیقتونو نه انکار نه یوازې داچې د تعصب له شتون نه سترګې پټول دي بلکه په دې وسیله ددې ناولي عنصر نه ننګه کول دي.

لکه څنګه چې دا یو منل سوی معمول دی، او د نړی په اکثرو هېوادونوکښې اوس هم شتون لري، چې په هر هېواد کښې لږکي ځانونه مظلوم ګڼي او ډېرکي په دې تورنوي چې ددوی حق تلف کوي. لرې نه ځو ددې نمونې زمونږ په ګاوڼډیو هېوادونو کښې سته. د مثال په دود په ایران کښې چې د مختلفو توکمونو او ژبو پورې مربوط خلک اوسیږي لکه پارسیان، ترکیان، بلوڅان، کردان، عربان، رشتیان او نور واړه قومونه. د پارسیانو یا فارسي ژبو نه پرته ټول یا لږ یا ډېره ګیله لري. هغه ځکه چې دوی اکثره ځانونه مظلوم بولي او داسې ګڼي چې په دوی فارسي ژبه او کلتور او شیعه مذهب تحمیل سوی او ددوی قومي، ژبني، مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته هېڅ پاملرنه نه ده سوې. او ښایی دا ملاحظات تر ډیرې کچې ریښتیا هم وي ځکه د ایران حکومت په مطلقه توګه د شیعه مذهب لاروی دی او د فارسي ژبې نه پرته بله هېڅ ژبه په هېواد کښې څه رسمي حیثیت نلري او نه هم کارول کیږي. بله بېلګه زمونږ د بل ګاونډي هېواد پاکستان ده. په پاکستان کښې بې شمېره توکمونه اوسیږي چې د ټولو نه لوی پکښې پنجابیان، سندهیان، پښتانه او بلوڅ دي. د پنجابیانو نه پرته ټول دا سر ټکوي چې د پنجاب ایالت په هرڅه ګېډه اچولې او ددوی حق خوړل کیږي. که څه هم د ایران په پرتله په پاکستان کښې د وړو توکمونو مذهبي ، کلتوري او ژبني ارزښتونو ته ډېر حیثیت ورکړل سوی دی خو بیا هم نور قومونه پنجابیان په دې تورنوي چې حق یې خوري او ښایي تر یو بریده رښتیا هم وي ځکه مونږ وینو چې د وړوکو ایالتونو د پيداوار برخه هغوی ته په هاغه بڼه چې بایده دي نه ورکول کېږي. د پښتونخوا د اوبو او بریښنا معاوضه او د بلوچستان د د زغالو او ګاز معاوضه یې یوه بېلګه کېدی سي.

په افغانستان کښې هم همدغه ستونزه شتون لري او وینو چې د هېواد لږکي توکمونه ډېرکی پښتون په دې تورنوي چې د هېواد د حکومتونو په ولسمشریزه ګدۍ یې ډډه اچولې او نه پرېږدي چې د لږکیو نه څوک دغه منصب ته ورسېږي او که ورسېږي هم نو مخالفت یې کیږي او راپرزول کیږي. د لږکیو نه یو توکم چې هزارګان دي هغه دې اصل ته ګوته نیسي چې له دوی سره په کلونو کلونو توکمیز توپير سوی او دوی ته له دېرشو کلونونه وړاندې په هیڅ ملکي او نظامي منصب باندې د کار کولو اجازه نه وه.

له تعصب نه پرته باید ووېل سي چې د هزارګانو سره دغه چلند کېده خو ۱۳۵۲ کال نه کله چې پخواني ولسمشرمحمد داؤد خان د محمد ظاهر شاه شاهي نظام نسکور کړ نو د هزارګانو سره دغه توپيري چلند هم پای ته ورسېد. او له هغه نه وروسته د کمونست پلوه حکومتونو په مهال خو هزارګانو ته د لومړی وزیرتوب له منصب پورې د رسېدو موقع ورکړل سوه. خو ددې باوجود دغه توکم بیاهم ځان مظلوم ګاڼه او د کلونو کلونو نه یې د هر وګړي په زړه او دماغ کښې دا ثبت ؤ چې له دوی سره توپيري چلند کیږي. دې کار ددې توکم په زړونو کښې تر هغه اندازې نفرت ټول کړ چې بلآخره د نویومې لسییزې د کابل په کورنیو جګړو کښې یې خپل د زړه اش په قبیحترینه بڼه وویست. یو ځل بیا هم دا منو چې په پخوا کښې له دوی سره توپيري چلند سوی ؤ او د حق نه سترګې نه پټونکيو وګړو ددې اعتراف هم وقتاً فوقتاً کړی دی او بلآخره د څه د پاسه څلوېښت کلونو نه وړاندې هغوی ته د هېواد د نورو تبعو په شان حق ورکړل سو. دا چې دوی ځانونه تل مظلومان ګنل نو ددې لامل ښایي د هېواد د مطلق اکثریت سره ددوی د مذهبي توپير له وجې وي او ښایي همدغه عنصر ددوی د خپل جوړ سوی تجرید باعث وي. البته ددې ترشا زمونږ د ګاونډي هېواد ایران په لویه پيمانه ونډه هم له پامه نسي غورځېدلی.

د هېواد بل لږکی توکم چې په دري زبه خبرې کوي او ځانونو ته تاجک وایي (که څه هم زوذاتپوهانو ثابته کړې چې د هېواد هر دري ژبی تاجک نه دی او یوازې ډېر لږ شمېر تاجک د هېواد په شمال کښې د بدخشان او تخار په ولایتونو کښې اوسیږي) او د نورو لږکیو په پرتله ګڼ دي دا ګیله لري چې پښتون هیڅکله هم دوی د هېواد د ولسمشرتوب دندې ته نه دي پرې ایښي او تل یې دغه پوست له خپلې سینې لاندې کړی دی او که چېرته ددوی له طرفه ددې هڅه سوې په سختۍ سره ټکول سوې ده. که بیا هم بې له توپيره قضاوت وکړو ددوی دغه ګیله تر یو بریده په ځای ده. که چېرته دغه اصل ته له پخوا نه پاملرنه سوې وای نو د نظار د ډلې چې وروسته په شمالي ټلواله مشهوره سوه، له طرفه به په کابل کښې د ډاکتر نجیب د حکومت له پرزېدو وروسته په قدرت باندې د ګېډې اچولو هڅه نه کېدله. او ددې کړنې په پایلې کښې به هېواد اوپه ځانګړې توګه د کابل ښار او ښاریان د هغه ناورین سره نه مخامخ کېدل کوم چې نه یوازې د بې وزلو خلکو په وژنه او د ښار په ورانېدنه منتج شو بلکه د جهاد او مجاهد مقدسو کلمو ته جبران نه منونکې نوم بدګي واوښته. ښایي ځينې خلک له دې فکر سره موافق نه وي او ووایي چې د نظار دډلې په قدرت باندې د پاتې کېدو ټينګار نورې انګېزې هم لرلې نو باید ووېل سي چې د هرې کړنې تر شا یوه وجه ضرور وي او هر کړون غبرګون لري. داسې ویل کیږي چې د نظار ډلې مشر قوماندان احمد شاه مسعود د شمالي اوارې خلکو ته دا توصیه ورکړې وه چې که چېرته د هغه کابل ته د ننوتلو مخه ونیسي نو یو ځل بیا به د هغې واقعې شاهدان واوسي کومه چې د شلمې عیسوي پيړۍ په سر کښې د سقاو د زوی حبیب الله د رژیم د نسکورېدو سره د نادر شاه په مشرۍ د پکتیا پښتنو ددوی هست و بود ټول تالان کړ او دسقاو زوی او پلویان یې په سختۍ سره وټکول. د عصبیت دې پارونې هغه ته دا فرصت ورکړ چې په آزاد مټ کابل ته ننوزي او د قدرت په ګدۍ ګېډه واچوي. تاریخې تجربې او حساسیتونه په داسې مواردو کښې ستر رول لوبوي. په شمالي کښې هغې تاریخې پېښې د شوروي اتحاد د ماتې نه وروسته د افغانستان په یو نوي ناورین ورګډولو کښې ژوره اغېزه لرله. ددې په نتیجه کښې د جبل السراج ائتلاف منځ ته راغی، د غیر پښتون کمونستي جنرالانو سره ائتلاف وسو او د ملګرو ملتونو پروسه سبوتاژ سوه. نو تاریخي اشتباه او دهغه په وسیله قومي عصبیت پارول بربادونکې اغېزې لري د کوم چې مونږ د روس د ماتې نه وروسته په دې دوه نیمو لسیزو کښې شاهدان یو.

په دې لړ کښې بهرنۍ لاسوهنه هم له پامه نه سي غورځېدلای لیکن که د موضوع تل ته پاملرنه وکړو نو کولای سوو دا ووایو چې که چېرته په لږکیو پورې مربوطو دغو ډلو د پخوانیو تجربو په بنسټ د لږکي ولس احساسات نه وای راپارولی، نو د دوی له جملې نه به ډېرو په ګرانه د بهرنیو حلقو پلانونو سره موافقه کړې وای. په دوی کښې بې له شکه داسې وګړو هم شتون درلوود کوم چې د هر څه برسېره د پرديو له فرمایشاتو سره ددوی د ډلو ټپلو د هوکړې سره مخالف ؤو. خو ډېری بری دی او ډېریو هماغه لاره خوښه کړه کومه چې ددوی په زعم ددوی په ګټه وه او دغه ګټه یې په اتفاقي توګه د بهرنیو حلقو ګټې سره یو شان وه. په دې هکله په مکرره توګه بیا دا وایم چې ددې غمیزې تر شا بهرنیو کړیو لویه ونډه درلوده. دغه بهرنۍ دلچسپي د نورو لاملونو نه علاوه د ځينو کورنیو افرادو او کړیو له فردي غوښتنو او د عصبیت د تندې ماتولو سره یووالی درلوود نو ځکه له ځينو لږکیو ډلو نه ځينو په دې ناخوالو کښې زیاته ونډه درلودله.

بلخوا ډېرکی پښتون دا ګیله لري چې د اکثریت باوجود نه زما زبه او نه زما ژواک ته زما په خپل هېواد کښې څه حیثیت څوک قایل دي. که د حکومت مشر زه یم خو د چارو واګې له ما لاندې د وزارتونو او ریاستونو په کچه د کلونو راهیسې د نورو په لاس دي. د حکومتي او غیر حکومتي ادارو او تعلیمي مؤسسو زبه زما زبه نه ده بلکه د لږکیو زبه ده او په ټوله کښې په نړۍ کښې زه پښتون یوازینی مظلوم اکثریت یم او داسې نور.

که په ځای قضاوت وکړو دپښتنو په دې ګیله کښې وزن سته او هغه دا چې بایده خو دا ؤ چې که د وخت حاکمانو له پيل نه پښتو د هېواد په اساسي قانون کښې د هېواد ملي او رسمي زبه ګرزولی سوای نو دا یې هم کولی سوای چې پښتو د حکومتي او تعلیمي ادارو رسمي زبه وګرزوي او هر وګړی په دې مکلف کړي چې په دې زبه لیکل، لوستل او خبرې کول وکړي. خو دا کار هغوی ځکه ونکړ چې زمونږ د وخت شاهان او حاکمان که څه هم په توکم پښتانه ؤو خو دوی او کورنۍ یې په پښتو نه پوهېدل او په دري يې خبرې کولې. داهم ممکن ؤ چې دواړه زبې له پيل نه ملي او رسمي زبې معرفي سوې وای او هر وګړی په دې مکلف سوی وای چې په دواړو زبو پوه سي نو څه ډېره ستونزه به نه وه. ددې بیلګه په ځنې هېوادونو کښې سته چې کانادا یو د هغو له ګڼې نه ده چېرته چې انګلیسي او فرانسوي زبې دواړه رسمیات لري او استعمالیږي.

که چېرته یې دا هم نه سوای کولی نو بیا دې دوه مخي ته څه حاجت ؤ چې په اساسي قانون کښې دې د هېواد زبه پښتو وګڼي لیکن په عمل کښې دې دغه د اساسي قانون ماده عملاً په کلونو کلونو له پښو لاندې سي او دې زبې ته دې هغه حیثیت چې په اساسي قانون کښې ورته ټاکل سوی ؤ ورنکړل سي. ددې دوه مخیزې کړنلارې نه خو بیا دا نادوده ښه نه وه چې د دري زبه یې د ملي او رسمي زبې په نوم په اساسي قانون کښې نومولې وای او له پښتو نه یو مخیزه تیر سوي وای. که ناانصافي کول مقصد ؤ او د یو لوی اکثریت زبه لمنځه وړل ؤ نو د مازې بې اغېزه کولو نه یې بیخي ختمول ښه ؤ ځکه زیاتی خو هسې هم ؤ نو بیا دې په پوره کچه او ښه ښکاره وای چې هر څوک پرې پوه وای او د هسې د بوسو لاندې اوبه تېرول نه وای.

استعمار یا یرغلګرو قوتونو تل د توکمیزو حساسیتونو نه په خپله ګټه کار اخیستی او ددې خبرې نه په استفادې سره یې لږکي توکمونه د ډېرکیو په مقابل کښې پورته کړي او ظاهراً يې دا ورته وانمود کړې چې ددوی د حق د اعاده کولو پلویان دي لیکن په حقیقت کښې ددې حق په نامه ددوی په نقشه او منشاء کښې څه شی شتون نلري. (که څه هم په افغانستان کښې د بهرنیو له مداخلت سره سم د لږکیو توکمونو په بیسارې توګه په حکومتي، اقتصادي، ښوونیز او ژبنیزسکتورونو کښې وده وکړه او بلخوا په دې ټولو برخو کښې ډېرکی پښتون نه یوازې بې برخې پاتې سو بلکه په زرګونه ټنه وژونکي بارود یې په کلیو او باڼډو واورول سول او لکونه یې ووزل سول) د طالبانو د حکومت په پرزولو کښې دې اصل یو مهم رول ولوباوه. د شمالي ټلوالې د مشهور قوماندان د شک نه ډکه وژنه او په عین وخت کښې په امریکا کښې د سپټمبر د یوولسمې حمله او په افغانستان باندې د امریکا او لوېدیځې نړۍ د برید تابیا د ډېرو په آند د طالبانو په خلاف، چې اکثریت مطلق یې پښتانه ؤو، د هېواد د لږکیو راپارول ؤ او یو ځل بیایې دا ثابته کړه چې استعمار ، که زوړ وي او که نوی ، کړنلاره او شیطنت یې لږ توپير سره لري.

د ۲۰۰۱ میلادي کال په آخرو کښې په افغانستان باندې د برید په مهال استعمار د پخوانۍ فورمولې سره سم د افغانستان لږکي د ډېرکیو په خلاف راوپارول، په وسلو او ټانګونو یې سمبال کړل او له خپلو پوځونو سره یې ګډ وډ پخپله ګټه استعمال کړل او د طالبانو اسلامي امارت یې راوپرزاوه.

د لوستو او د فکر کوونکو وګړو په صفت په افغانستان باندې د وروستي برید غمیزه مونږ دې ته مجبوروي چې هغه وجهې ولټوو د کومو له کبله چې د هېواد خپل هېوادوال دې دېته اړ سي چې د پردیو په لمسه دې د پردیو سره یو ځای په هغه هېواد برید ته ملا وتړي د کوم د نجات لپاره چې دوی په خپله د روسي ښکیلاک د یرغلګرو په خلاف مبارزه کړې وه شهیدان یې ورکړي وؤ، کورونه او کلي یې ویران سوي وؤ، هجرتونه یې قبول کړي وؤ او ستونزې یې زغملې وې. په خواشینۍ سره د طالبانو د واکمنۍ په محال دغیر پښتون سیمو کښې د تصفیوي عملیاتو په لړکښې ځينې داسې پيښې وسوې چې غیر پښتون لږکیو هغه د خپل ځان د بیخي له لمنځه وړلو باندې تعبیر کړې. د عبدالعلي مزاري وژنه او د هزارګانو د مقاومت په شدت سره ټکوونه، د ازبکو جنرال عبدالمالک له طالبانو سره خفګان او دلیلا په دښته کښې د طالبانو ټولوژنه او د هغه په پایله کښې د طالبانو شدید غبرګون، په شمالي کښې د طالبانو عملیات او د عام ولس شتمنیو ته په دې لړ کښې زیان اوښتنه او په آخر کښې د مسعود وژنه چې تور یې د طالبانو د امارت په میلمه اسامه بن لادن باندې پورې سو. دا ټول هغه وجوهات وؤ چې د لږکیو حساسیتونه یې راوپارول او پایله یې دا سوه چې هغوی دې د بهرنیو قوتونو په صف کښې ودرېږي او هېواد دې یو ځل بیا د یو بل ښکېلاک له تاړاک لاندې راسي او دهېواد کړېدلي ولس ته دې د یوې نوې غمیزې پيلامه کښېښوودل سي.

د څه دپاسه یوېنیمې لسیزې نه ګورو چې ښکېلاک د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د عصبیت دغه اور ته په مختلفو بڼو لمن وهي چې یو یې هم د بیان د آزادۍ په نوم بې مهاره رسنۍ دي چې استعمالیږي او په ډېره شیطاني ځیرکتیا سره د ځوان نسل مغزو ته د تعصب زهر پيچکاري کوي. په دې رسنیو کښې د دیموکراسۍ او بیان آزادۍ له آړ نه لاندې څو تش په نامه پوهان او تاریخ پوه راټولوي او یو زیات شمېر ځوانان په تالار کښې ورته راغوڼډوي او بیا په داسې ابلیسي ځيرکۍ خبرې کوي چې اکثر دا فکر کوي چې دا ګنې په ریښتیا بې طرفه پوهان دي او د هېواد په چارو ناپېیلې شننه کوي. په دوی کښې ډېری هغه ګیرچټي په لوېدیځ کښې استوګن زاړه منګوران دي چې په کلونو کلونو د خپلو کورونو په یوه کوټه کښې او یا هم د زړو لپاره په ځانګړي سویو کلو کښې وزګار اوسېدلي چې څوک یې د مجلس لپاره هم نه وي، د اکثرو ځوانان اولادونه یې په کیسه کښې هم نه وي ، دغه راز خلک نو یا تلویزون او خبرونه ګوري او که د څه لیکلو توان لري نو بیا هاغه چرندیات یې د قلم له څوکې رااورېږي چې حیران به پاتې سې. په دې کرلو او رېبلو کښې که چېرته ورته چانس پيدا سي او وطن ته ستون سي نو بیا غوړه نیکتایي وتړي او د سیاسي چارو کارپوه ترېنه جوړ سي او یو تلویزون چاینل ته لاره پيدا کړي نو بیا راسه هاغه در او ګوهر اوروي چې تعجب به ورته وکړې.

د تعصب د رنځورتیا کورني او بهرني رنځوران د هيڅ اصولو پابند نه وي. تجربې ثابته کړې چې په دې رنځورتیا اخته رنځوران په مختلفو سیاسي خوځښتونو پورې تړلي لکه اسلامي تنظیمونه، چپي حزبونه او لوېدیځ پلوه ډیموکراتان. لیکن دوی د عصبیت په دې ناولي عنصر سره یو ځای کیږي او ګورې به چې د ګېرې، پکول او پټکي لرونکي له خولې نه هوبهو هغه څه راوزي کوم چې د غوړې نیکتایي لرونکي له خولې نه راوزي.

مونږ په لویدیځ کښې اوسېږو او د لویدیځ په پوهنتونونو کښې مو زده کړه کړې ده او هغه هم د رسنیو په ډګر کښې. که څوک دبیان آزادي يا دیموکراسي په دې تعبیروي چې سړی دې سترګې پټې کړي او خوله دې وشکوي او څه یې چې په خوله راځي وایي دې، نو دا نه یوازې دا چې زمونږ افغاني او اسلامي ټولنیز او اخلاقي ارزښتونو سره شدید ټکر لري بلکه په لوېدیځ کښې د بیان د آزادۍ د اصولو سره هم مغایرت لري. په لوېدیځ کښې د بیان د آزادۍ په اصولو کښې د تعصب پارونه او هغه مسایل چې د یو لړ خلکو د ګټې سره، د هغوی قومي او یا ټولنیزې کړنلارې سره او یا د هغوی رنګ او نسل تر پوښتنې لاندې راولي، نه یوازې دا چه منع دي بلکه مرتکبین یې له جزایي احضاراتو سره مخ کیږي.

په خواشینۍ سره زمونږ د پردو په لاس جوړې بې بندوباره رسنۍ په رڼا ورځ د چارواکو د زنې لاندې “پوهان” دعوت کوي او په یو لوی توکم پسې ستغې سپورې غږوي او چې څوک پرې نیوکه وکړي ورته وایي تاسو د بیان آزادي او دیموکراسۍ په خلاف یاست یا به افراطي یاست یا به طالب یاست او یا القاعده. دا په ډاډه زړه سپين سترګي ځکه کوي چې بېرته یې بهرنی بادار ورته ولاړ وي.

د اوسنیو رسنیو د بې کنتروله کار مهار د وخت د چارواکو کاردی، خو په هېواد کښې میشت توکمونه که د ټولنې جوړښت تسلیم کړي او هغو ستونزو ته پام وکړي چې د کلونو په اوږدو کښې ددوی د ځانګړیو توکمونو نیمګړتیاوې ثابتوي نو د عصبیت دغه ستونزه تر ډېره بریده نه بلکه تقریباً له منځه تلی سي. د اسلامي فلسفې نه آخوا که چېرته مونږ د ملتپالۍ په بنیاد یو ملي هویت او ملت جوړونې غوښتونکي يو نو بیا يو بنسټيز ټکي ته پاملرنه په کار ده. د یو ملت په جوړونه کښې د مشترکو ارزښتونو نه یوعنصر چې د ملت په جوړونه او زوندۍ پاتې کېدنه او همدغه راز د ټولنې د اکثرو ارزښتونو په وده او زوندی ساتلو کښې بنیادي رول لوبوي هغه زبه ده. زبه په ملت جوړونه او د ملت په یووالي کښې بنیادي توکی دی. یوه ملي رسمي زبه د یو ملت د توکمونو لمنځه د افهام او تفهیم، یو بل پيژندنې او غلطو انګېرنو په لمنځه وړلو کښې اساسي ټکی دی. یو ځل بیا د خپلې خبرې د اثبات لپاره لرې نه ځم خپل نزدې ګاونډیان هېوادونه مثالوم. پاکستان هغه هېواد دی چې مختلف واړه او لوی توکمونه پکښې اوسېږي د کومو چې ځانګړې زبې او مختلف رواجونه او کلتورونه دي. په پاکستان کښې د اردو زبه چې یوازې د یو ډېر لږ شمېر خلکو مورنۍ زبه ده ملي زبه ټاکل سوې. د هېواد هر کونج ته چې لاړ سې په همدغه زبه خلک پوهیږي او بې له کومې ستونزې ورسره اختلاط کولی سې. یوې ملي زبې په دې هېواد کښې دومره اغېزه کړې چې نور خو لا څه کوې چې ددې هېواد هغه څوک چې د پاکستان له جوړېدو سره مخالف ؤ او یا یې خپله زبه یا ددوی په اصطلاح صوبائيت غوښت په هغو یې هم ژوره اغېزه کړې ده. په دې وروستیو کښې د عوامي نیشنل پارټۍ د مشر اسفندیار ولي خان د زوی یوې مرکې ته غوږ وم چې د خپل پلار، نیکه او غور نیکه سره یې خبرو ۱۸۰ درجې توپير درلوود او د خپل هېواد او هېواد پالنې ټټر یې واهه. که سړی د هغه د پلار او د هغوی آيډیالوژي سره پرتله کړي نو ژور بدلون به پکښې وویني. ددې اصلي وجه د پاکستان د مؤسسینو او پرله پسې حکومتونو د ملت جوړونې او ولس ته ملي تشخص ورکولو وجه ده چې یوه ملي او رسمي زبه پکښې بنسټيز رول لوبوي.

دغه راز که زمونږ لویدیځ پلو ته ګاوڼډی هېواد ایران واخلو هغوی د فارسي زبه د هېواد د حکومتي، زده کړې، اقتصاد، کوڅې او بازار زبه ګرزولې چې هغه لوی لوی توکمونه چې د پراخې او لرغونې زبې وېیونکي دي هم د همدې زبې استعمال کوي او دغه عنصر ددوی په یووالي او ملت جوړونه او پرمختګ کښې مهم رول لوبوي. دغه راز د افغانانو د قربانیو په نتیجه کښې د خپلواکۍ لاس ته راوړونکو د منځنۍ آسیا هېوادونه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او آذربائيجان د خپلو ملي او بومي زبو له کبله خپل ملي شتون ته او ملت جوړونې ته خورا د پام وړ وده ورکړې او دادی په دې ډګر کښې او ددې یوالي په نتیجه کښې زمونږ نه ډېر په مخ په وړاندې دي.

زمونږ په هېواد کښې دغه کار هغه وخت د عمل جامه اغوستی سي چې مونږ له ټولو نه وړاندې د خپلې ټولنې ټولنیز جوړښت او د اکثرو وګړو مذهبي او کلتوري ارزښتونه ومنو. که چېرته د ټولنې د جوړښت په هکله پوښتنې وي هغه په عملي اقداماتو له منځه وېسو او خپلو خلکو ته هغه څه وښیو د کومو په هکله چې دوی پوښتنې لري او د اختلاف جرړه ګرزېدلې. صرف ددې ستونزې هواری زمونږ سمه نیمه ستونزه حل کولی سي او له دې وړاندې د ټولنیز جوړښت د څرنګوالي ددې لاسته راوړنې په بنسټ کولی سوو چې د ملت او ملي هویت نور ارزښتونه وټاکو او هغه د هېواد د ټولو توکمونو ارزښتونه تعین کړو.

ددې آسانه خو ډېر مهم کار په سرته رسولو ملت او ملي ارزښتونه تعینېږي او له دې سره سم د اختلاف او تعصب جرړه په جدي توګه کمزورې کیږي. زه فکر کوم چې که داسې یو کار صورت ونیسي او زمونږ د هېواد د ټولنیزو ځانګړتیاو په هکله مؤثقه او د ټولو توکمونو د استازو په وړاندې حقیقتونه وپلټل سي ښکاره سي او په پراخ تندي ومنل سي نو د عصبیت او اختلاف عناصر نه یوازې کمزوري کیږي بلکه د خلکو له غبرګون سره مخ کیږي او خلک یې خپله رده وي. بیا نو د هېواد هر عاقل او بالغ وګړی په دې پوهیږي چې د یو څو خپلغرضه او پردیپاله کسانو لپاره باید ددې هېواد وګړي نور قرباني نسي او دې هر څه ته نور د پای ټکی کښېښوودل سي. اکثر وګړي به بیا دې نتیجې ته رسیږي چې دا وطن او وطن وال د توکمیزو شخړو په اور کښې بې جهته ډېر ستي ټپي سو نور نو دا لړۍ ختموو او د ورورولۍ یوه سوله ایزه فضا جوړوو. او دا د ورورولۍ فضا یوازې د پورته ذکر شویو اساسي ټکو ته د پاملرنې په پایله کښې ممکنه ده.

د هېواد لوستې طبقه په دې هکله لوی مسؤولیت لري ځکه لیک لوستي کوي، چارې لوستي په مخ بیایي، رسنۍ لوستي چلوي او دچارو واګې هم د لوستو په لاس دي او تعصب هم اکثر لوستي کوي او خپره وي يې. زمونږ لوستې طبقه که په دې پوه سي چې د کلونو کلونو نه په وحشي قبایلي جګړو کښې ښکېله اروپا او د وحشي لوېدیځ تر نامه لاندې د امریکا توکمونه چې عمرونه یې د یو بل په وژنه او بربادوونه تېر کړي ؤو یو ځای کېدای سي، اروپایي ټولنه جوړوي او د امریکا له تیت پرک ولس نه یو زبرځواک جوړوي نو مونږ ولې نه سو کولی چې یو یو موټی افغانستان جوړ کړو. د هغوی په پرتله مونږ ډېر شریک عقیدوي، کلتوري او ژبني ارزښتونه لرو چې مونږ سره نزدې کوي.

له ټولو نه عمده او اصلي عنصر چې زمونږ ټولنه یې د یو شریک اصل په څېر پيژني هغه د اسلام مبارک او سپيڅلی دین دی. دغه مبارک دین مونږ ته د یو بل سره د یو ځای اوسېدلو، یو بل زغملو، د یو بل مرسته کولو ته هڅوي. دغه دین مونږ له تفرقې او په ډلو ټپلو وېشلو نه منعه کوي او د یو موټیتوب درس راکوي. دغه دین زمونږ د ښه والي معیار رنګ ، نسل، توکم او زبه نه بولي بلکه د ښه والي معیار یوازې او یوازې د الله رب العزت نه وېره مقرروي. هر څوک چې له الله سبحانه وتعالی نه ډېر وډار سو هغه له ټولو نه بهتر دی. نه یوازې دا بلکه اسلام مونږ ته د عصبیت د ناولتوب نه د لرېوالي خبرداری راکوي او دمتعصبینو مرګ د جهالت مرګ ګڼي او د اخروي ناکامۍ خبرداری ورته ورکوي.

زه خپلې خبرې په دې لاندې ټکو چې یو محترم لیکوال د تعصب په هکله د لیکنې په پایله کښې لیکلي ؤ په دې هیله پای ته رسوم چې زمونږ دا ربړیدلی هېواد به یو ځل بیا په یو سوله ایز او آرام هېواد بدل سي او ټولو بدمرغیو ته به د پای ټکی کښېښوودل سي.

“ دا غوره نه ده چې د تعصب په صورت کې موږ هم تعصب وکړو، او د شخص د تعصب پر ځای د هغه په ټولنیزه منشه (قام، ژبه، رنګ، مسلک، دین او یا نورو) پورې بد- رد؛ او تهمتونه ووایو. موږ ته دا هم نه ښایي چې غلي کینو او ووایو چې د تعصب او متعصب سره اصولي مقابله به هم ګویا تعصب وي؛ د تعصب د مفهوم او مشخص متعصب شخص یا ډلې سره مخالفت زموږ یوه فریضه ده؛ ځکه تعصب یو منکر او ناروا عمل دی او د ناروا سره د مخامخ کیدو په صورت کې په هر مسلمان فرض ده چې په لاندې لارو کې یوه تر سره کړي. بدي او منکر او ناروا باید
۱) په لاس ودرول سي
۲) په خبرو او نصیحت یې مخنیوی وسي
۳) په زړه کښې د هغه په هکله کرکه ولرو”

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د