شعـــــرونه

دآن لاين مشاعرې دلړۍ دوولسمه (۱۲) مشاعره

دوو  لسمه آن لاين مشاعرهدتيري جمعې  په شپه د 2014 ميلادي کال  ددريمې مياشتې په 13 مه نېټه

 زما  د فیسبوک په دېوال  ( پاڼه )
دآن لاين مشاعرې دلړۍ دوولسمه   (۱۲)  مشاعره تر سره شوه
پدې   مشاعره کې و محترموګډونوالو شاعرانو ته  داحمد الله وثيق صاحب
 دا لاندي بيت دمطلع  په توګه ټا كل شوى وو

چي دميني ډېوې مړې شي پتنګان ځي ستړى ستړي
چي سېلۍ د خزان راشي بلـبلان ځي ستړى ستړى

قدرمنو شاعرانو خورا په زړه پوري بيتونه ليكلي دي داچي بيتونه ما شا ء الله  ډير زيات دي نويو څو بيتونه يې دلته  له تاسو سره  شريکوو.

    سيداحسان الله الهام

موږ په زور ډګرته نه ځو موږ دچا غلامان نه يو
    موږ دحق سنګر نيولى غليمان ځي ستړي ستړي
 
    ابو القاسم احمد

مونږ جهاد په خوشحالی کړو دالله رضا لپاره
 نیواکګر چه دلته راشی پښیمان ځی ستړی ستړی
 
    اتليار واکمن

 زہ غلام دهیچانه یمه خپلواكه مجاهدیم
    له ګزارمی دی ستومانه نن غربیان ځی ستړی ستړی
 
    سیف موحد سیف

كړو ور ټيټ یې  فدایانو دا مغرور مغرور سرونه
    زموژ له خاوری له وطنه صلیبیان ځی ستړی ستړی
 
    اتليار واکمن

ای دتوروغرونوبازه سرښندونکيه  مجاهده
ستادننګ له  برکته  دشمنان ځی ستړی ستړی

    اتليار واکمن

څه ګلاب ګلاب زوانان موتوروخاوروته  روان دي
    له  فاني دنیانه  درومی په  ارمان ځی ستړی ستړی
 
    سيداحسان الله الهام

تر قيامته مودښمن يې ترقيامت مو بد ايسې
    اې منكره!وابه نه ورې چي غازيان ځي ستړي ستړي
 
    M Ayoub Mohammady

 هيڅ كله يي ملګرو فه دعاوو كي هير نكړئ
دفاني دنيا له غيږي شهيدان ځي ستري ستري
 
    سيداحسان الله الهام

 بيادشنو چنارو خواته يو خړ ټانګ دى بم وهلى
    مړه پراته دي پړسېدلي اوزخميان ځي ستړي ستړي
 
    اتليار واکمن

درنه لاړل اتلياره وه به يې نه ويني هيڅكله
دمرګي په سفردرومي له جهان ځي ستړي ستړي
 
    سمیع الله وحدت

 نه یی هېلې شوې پوره اونه به خپل فرهنګ تطبیق کړي
    غازي زیری مي درباندي یهودان ځي ستــړي ستــړي
 
    سيداحسان الله الهام

چي بې شمير  ورونه  يې مات كړل نو له كلي را بهر شول
    اوس كټ مټ لكه ليوان څواربكيان ځي ستړي ستړي
 
    امان الله نشيب

خدای ستادرته  ولاړیم په  دوعامی لاس نیولی
لاتر څو به مي دا اوښكي پر ګريوان ځي ستړي ستړي
 
    صالح غزنوی

دا ټول دفدائې جانان دوينو بركت دى
چي نن مو له وطنه خارجيان ځي ستړي ستړي س
 
    نرګیسي سترګې

څڼېور و زلمو بيا سره جوړه لاسونه وركړل
دمرګ كندې ته به بيا زموږ غليمان ځي ستړي ستړي
 
    صالح غزنوی

را ځئ چي په يوه ټغر را ټول شو افغانانو
له جنګ او له جګړې نه مو ځوانان ځي ستړي ستړي
 
    سيداحسان الله الهام

چي غربيان ورپكي ګرزي او وحشت يې وي خپوركړى
    خود به زموږ له دې ګلشنه بلبلان ځي ستړي ستړي
 
    Bilal Muheeb

 ای باغوانه بیا بهار شو بلبلان راستانه شوی
دښمنان په تېښته سردي او قاغان ځي سړي ستړي
 
    Asim Watanpal

 تر څو چې دا کمین کمین وطن راسره مل وي
    نو خود به له دې کلي شرمښان ځي ستړي ستړي
 
    سمیع الله وحدت

 څوک لاړپه قافلو کی شي اوڅوک یواځي درومی
    مسافر داخرت چی بې سامان ځي ستړي ستړي
 
    Asim Watanpal

 یو سور غلیم مو نده دا یې څوم ده چې راپرزي
    دا دروغ ده چې څوک وایي افغانان ځي ستړي ستړي
 
    صالح غزنوی

پاڅون چي ورته وكړي غمازان په هر ديار كي
نو خود به په ارمان ترې  عاشقان ځي ستړي ستړي
 
    Yasir Wadan

 یار دي راشي راته را دي کړي یو ټینګه غېږه ما ته
    زما له زړه څخه اهانونه په ارمان ځي ستړي ستړي
 
    سیف موحد سیف

دموحد  دزړه ارمان به هله پوره شي خدايه
چي داسلامي ملكو نه كا فران ځي ستړي ستړي
 
    Yasir Wadan

 ځم حساب به له جنونه تر جنونه ترې کومه
    چي دا څنګه له صحرا نه عشقان ځي ستړي ستړي؟
 
    نرګیسي سترګې

اخ بلا دي شه پرما دخړ كمر تر څنګ ملنګه
سوالونه دبريا مي تر آسمان ځي ستړي ستړي
 
    Yasir Wadan

 ساقي! لیري مي له مخ شه، رنګ دي ورک شه، لېونیه!
    یاران وینم، چي لتا نه خمارایان ځي ستړي ستړي
 
    بشير وصال

چی سپرلئ په ختمیدوشي په غلیم دخوښي وار شي
بس یخنی شی سنګرونه او غازيان ځي ستړي ستړي.
 
    Ahmad Javid Noori

دا ژوند نیمګړۍ ښکاری خیال كوئ  څوک  خفه نکړۍ
پدې ستړي ژوندون کي ډیر دوستان ځي ستړي ستړي
                                                                                              
    سيداحسان الله الهام

 دآن لاين مشاعر ې وخت مو نور ختم شو الهامه
    چاى را واخله چي كوروته شاعران ځي ستړي ستړي

دآن لاين مشاعرې دلړۍ دوولسمه   (۱۲)  مشاعره 
……………………………………………………………………………….
دتيري جمعې  په شپه د 2014 ميلادي کال  ددريمې مياشتې په 13 مه نېټه
 زما  د فیسبوک په دېوال  ( پاڼه ) 
دآن لاين مشاعرې دلړۍ دوولسمه   (۱۲)  مشاعره تر سره شوه
پدې   مشاعره کې و محترموګډونوالو شاعرانو ته  داحمد الله وثيق صاحب 
 دا لاندي بيت دمطلع  په توګه ټا كل شوى وو
 
چي دميني ډېوې مړې شي پتنګان ځي ستړى ستړي
چي سېلۍ د خزان راشي بلـبلان ځي ستړى ستړى
 
قدرمنو شاعرانو خورا په زړه پوري بيتونه ليكلي دي داچي بيتونه
ما شا ء الله  ډير زيات دي نويو څو بيتونه يې دلته  له تاسو سره  شريکوو.
 
    سيداحسان الله الهام
موږ په زور ډګرته نه ځو موږ دچا غلامان نه يو
    موږ دحق سنګر نيولى غليمان ځي ستړي ستړي
 
    ابو القاسم احمد
مونږ جهاد په خوشحالی کړو دالله رضا لپاره
 نیواکګر چه دلته راشی پښیمان ځی ستړی ستړی
 
    اتليار واکمن
 زہ غلام دهیچانه یمه خپلواكه مجاهدیم
    له ګزارمی دی ستومانه نن غربیان ځی ستړی ستړی
 
    سیف موحد سیف
كړو ور ټيټ یې  فدایانو دا مغرور مغرور سرونه
    زموژ له خاوری له وطنه صلیبیان ځی ستړی ستړی
 
    اتليار واکمن
ای دتوروغرونوبازه سرښندونکيه  مجاهده
ستادننګ له  برکته  دشمنان ځی ستړی ستړی
    اتليار واکمن
څه ګلاب ګلاب زوانان موتوروخاوروته  روان دي
    له  فاني دنیانه  درومی په  ارمان ځی ستړی ستړی
 
    سيداحسان الله الهام
تر قيامته مودښمن يې ترقيامت مو بد ايسې
    اې منكره!وابه نه ورې چي غازيان ځي ستړي ستړي
 
    M Ayoub Mohammady
 هيڅ كله يي ملګرو فه دعاوو كي هير نكړئ
دفاني دنيا له غيږي شهيدان ځي ستري ستري
 
    سيداحسان الله الهام
 بيادشنو چنارو خواته يو خړ ټانګ دى بم وهلى
    مړه پراته دي پړسېدلي اوزخميان ځي ستړي ستړي
 
    اتليار واکمن
درنه لاړل اتلياره وه به يې نه ويني هيڅكله
دمرګي په سفردرومي له جهان ځي ستړي ستړي
 
    سمیع الله وحدت
 نه یی هېلې شوې پوره اونه به خپل فرهنګ تطبیق کړي
    غازي زیری مي درباندي یهودان ځي ستــړي ستــړي
 
    سيداحسان الله الهام
چي بې شمير  ورونه  يې مات كړل نو له كلي را بهر شول
    اوس كټ مټ لكه ليوان څواربكيان ځي ستړي ستړي
 
    امان الله نشيب
خدای ستادرته  ولاړیم په  دوعامی لاس نیولی
لاتر څو به مي دا اوښكي پر ګريوان ځي ستړي ستړي
 
    صالح غزنوی
دا ټول دفدائې جانان دوينو بركت دى
چي نن مو له وطنهخارجيان ځي ستړي ستړي س
 
    نرګیسي سترګې
څڼېور و زلمو بيا سره جوړه لاسونه وركړل
دمرګ كندې ته به بيا زموږ غليمان ځي ستړي ستړي
 
    صالح غزنوی
را ځئ چي په يوه ټغر را ټول شو افغانانو
له جنګ او له جګړې نه مو ځوانان ځي ستړي ستړي
 
    سيداحسان الله الهام
چي غربيان ورپكي ګرزي او وحشت يې وي خپوركړى
    خود به زموږ له دې ګلشنه بلبلان ځي ستړي ستړي
 
    Bilal Muheeb
 ای باغوانه بیا بهار شو بلبلان راستانه شوی
دښمنان په تېښته سردي او قاغان ځي سړي ستړي
 
    Asim Watanpal
 تر څو چې دا کمین کمین وطن راسره مل وي
    نو خود به له دې کلي شرمښان ځي ستړي ستړي
 
    سمیع الله وحدت
 څوک لاړپه قافلو کی شي اوڅوک یواځي درومی
    مسافر داخرت چی بې سامان ځي ستړي ستړي
 
    Asim Watanpal
 یو سور غلیم مو نده دا یې څوم ده چې راپرزي
    دا دروغ ده چې څوک وایي افغانان ځي ستړي ستړي
 
    صالح غزنوی
پاڅون چي ورته وكړي غمازان په هر ديار كي
نو خود به په ارمان ترې  عاشقان ځي ستړي ستړي
 
    Yasir Wadan
 یار دي راشي راته را دي کړي یو ټینګه غېږه ما ته
    زما له زړه څخه اهانونه په ارمان ځي ستړي ستړي
 
    سیف موحد سیف
دموحد  دزړه ارمان به هله پوره شي خدايه
چي داسلامي ملكو نه كا فران ځي ستړي ستړي
 
    Yasir Wadan
 ځم حساب به له جنونه تر جنونه ترې کومه
    چي دا څنګه له صحرا نه عشقان ځي ستړي ستړي؟
 
    نرګیسي سترګې
اخ بلا دي شه پرما دخړ كمر تر څنګ ملنګه
سوالونه دبريا مي تر آسمان ځي ستړي ستړي
 
    Yasir Wadan
 ساقي! لیري مي له مخ شه، رنګ دي ورک شه، لېونیه!
    یاران وینم، چي لتا نه خمارایان ځي ستړي ستړي
 
    بشير وصال
چی سپرلئ په ختمیدوشي په غلیم دخوښي وار شي
بس یخنی شی سنګرونه او غازيان ځي ستړي ستړي.
 
    Ahmad Javid Noori
دا ژوند نیمګړۍ ښکاری خیال كوئ  څوک  خفه نکړۍ
پدې ستړي ژوندون کي ډیر دوستان ځي ستړي ستړي
                                                                                               
    سيداحسان الله الهام
 دآن لاين مشاعر ې وخت مو نور ختم شو الهامه
    چاى را واخله چي كوروته شاعران ځي ستړي ستړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x