افغانستان

کندهار کې په بېلابېلو پېښو کې ۵ کسان وژل شوي

نن ټکی آسیا:  په کندهار ولایت کې په دوه بېلا بېلو پېښو کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

ددغه ولایت  په شاولیکوټ ولسوالۍ د کارزیرک په سیمه کې په یوه موټر چاودنه وشوه  چې په ترڅ کې ۳ کسان ووژل شول .

د کندهار ولایت د مقام خبرپاڼه کې راغلي چې  چاودنه نن سهار پنځه نیمې بجې  د ملکي کسانو په یوه موټر شوې.

یاده دې وي چې تېره ورځ د بامیانو په ولایت کې د روسانو د جګړې پاتې شونې ماین  په ماشومانو وچاودید چې له امله یې ۵ کسان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

همدا راز ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې  یو موټر  د تیز سرعت له امله وواښت چې له امله يې ۲ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.  په موټر کې ۴ نفر ناست و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x