پاکستان : د بهرنيو رسنيو دوه خبريالان اختطاف شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۶): په پاکستان کې دوه تنه خبريالان چې له بهرنيو رسنيو سره يې کار کاوه يو په بل پسي نادرکه او اختطاف شوي.

یاد دوه تنه خبريالان چې يو يې د مشال راډيو او بل د اسټراليايي راډيو سره کارکوونکي بلل کيږي په جلا جلا پيښو کې نادرکه شوي.

د مشال راډيو خبريال شهنواز ترکزی د خيبرپښتونخوا په شب قدر سيمه کې له خپل دفتر نه د نامعلومه وسله والو له لوري اختطاف شوی.

د اسټراليايي راډيو خبريال اسلام ګل بيا هغه مهال نادرکه شوی چې له اسلام اباد نه خپل ټاټوبي قبايلي سيمي ته پر لار وو.

تېره اونۍ هم يو تن خبريال هارون خان په صوابۍ سيمه کې د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو چې وروسته يې پړه پاکستاني طالبانو په غاړه واخيسته.

د پاکستاني طالبانو په وينا په صوابۍ سيمه کې وژل شوي خبريال د پاکستاني استخباراتو سره کله د خبريالۍ او کله هم د صحي کارمندانو په شکل کې کار کاوه خو د ځايي پولیسو له قوله هارون خان د ځمکي پر سر د لانجې له امله وژل شوی او په وينا يې لا د دوی پلټني رواني دي.

د پاکستان په کوټه ښار کې د خبريالانو په وړاندي د روان تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه تېره ورځ لاريون شوی ، د لاريون کوونکو په وينا روان تاوتريخوالي د دوی کار اغېزمن کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د