
د لقاء په تلوسه
شعر/ حمزه حسیني
ما لیدل یو څو زلمي فاني ښکلا نه مرور
د لقاء په تلوسه وو له دنیــــا نه مـــرور
د جبین له لمر یې خپور د ازادۍ یو روڼ مشال و
د غلامـــو ډیـــوگــیو لـه شعـــا نه مرور
د خلیل له سنتونو نه الهام د ایثار اخلي
د شیطان په بنده وار کړي له عزا نه مرور
د حراء له زړه را پورته د ښایست یو دنګ منار و
تور تمونو کې را لوی له مصطفٰي نه مرور
د وختونو انعکاس دی تعبیرونه غلط شوي
ها مجنون د زمانـــــي گوره لیـــلا نه مرور
د حمزه له چمه تللي څه ګلاب او څه غاټول دي
حسیني ور پسی ژاړي له مسکا نه مرور