افغانستان

د ننګرهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو لس ملکیان شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د دوو کورنیو لس غړي شهیدان کړي دي.

ځايي خلکو نن ټکي اسیا ته ویلي، چې تېره شپه امریکايي او افغان ځواکونو د پچیراګام ولسوالۍ د پاس صبر په سیمه کې پر دوو کورونو چاپه اچولې او لس ملکیان یې شهیدان کړي دي.

د ځايي خلکو په خبره، لومړی یې ملکیان له کورونو راوویستل او وروسته یې پر ډزو ووژل.

د ننګرهار د ولایت مقام او امنیه قومنداني د بېګانۍ پېښې په اړه ناخبري ښيي.

پچیراګام د ننګرهار سویل ته د ډیورنډ په فرضي کرښې پرته ولسوالي ده.

پچیراګام په تېرو څو میاشتو کې د داعشیانو، طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړې مهم مرکز و؛ خو په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت ښه شوی و.

د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د اعلان سره سم د ملکي وګړو په مرګ ‌ژوبله کې هم ډېروالی راغلی دی.

په تېره میاشت کې امریکايي ځواکونو ۷۵۱ بمونو غورځولي وو، چې ډېر ملکي وګړي پکې شهیدان شوي وو.

یاده دې وي، د ننګرهار په څنګ لوري ولایت کونړ کې هم تېره اوونۍ امریکايي ځواکونو شاوخوا شل تنه ملکي وګړي شهیدان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x