افغانستان

د ګانګرس غړو ګواښ: که امنیتي تړون لاسلیک نشي ، مرستې بندوو

د امریکا  د ګانګرس غړو د ولسمشر حامد کرزي سره په  ارګ کې په یوه کتنه کې ویلي چې که چیرې  کرزی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو امریکا به  مرستې بندې کړي.

په دغه لیدنه کې کرزي دامریکا د سنا مجلس او ګانګرس ګډ هیأت  سره په بېلابېلو موضوعاتو وغږید، چې له منځه يې د امریکا او کابل تر منځ امنیتي تړون او د باګرام څخه د افغان بندیانو د خلاصون موضوعاګانې وې.

ولسمشر کرزي ویلي چې  د دفاعي  امنیتي تړون په اړه د کابل او واشنګټن موقف روښانه ده.

کرزي په دې یو ځل بیا تاکید کړی چې د افغانستان د خلکو لپاره تر هرڅه زیاته سوله  مهمه ده او افغان ولس نه غواړي چې هېواد کې يې یوځل بیا اړ دوړ پیل شي.

د امریکا د کانګرس او سنا مجلس  غړو د امنیتي تړون د ژر تر ژره  لاسلیک کولو غوښتنه وکړه.

افغانستان او امریکا ترمنځ په وروستیو دوه کلونو کې د امنیتي تړون او د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدلو  خبرې اترې روانې دي چې له منځه يې  ستراتيژیک تړون کرزي لاسلیک کړی خو امنیتي تړون لا هم نه دی لاسلیک شي.

ولسمشر کرزي په اصطلاح لویه جرګه کې  کې  ۲۵۰۰ کسانو ته په خبرو کې وویل چې امنیتي تړون د افغانانو په ګټه دی خو وروسته د لاسلیک کولو څخه په شا شو.

کرزي د لویې جرګې په وروستۍ ورځ په خپله وینا کې وویل چې  دی به  هغه وخت  امنیتي تړون  لاسلیکوي چې امریکا ماته ددې ضمانت راکړي چې د افغانانو کورونو ته به نه ننوځي .

کرزي زیاته کړې چې امریکا تر هغې امریکا له ده سره دا شرط ونه مني نو دی به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x