fbpx

د بلاک هاک له بغل سره، د معروف سقوط

زخمي افغان

په داسې حال کې د افغانستان لپاره د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ په اعلان میاشتې اوړي او امریکایي جنرالان په افغانستان کې د خپلو بمبارونو او پوځي عملیاتو د بې سابقې زیاتوالي نه خبر ورکوي، له عمومي وضعیت څخه داسې ښکاري چې لا هم د امریکایانو نوي جنګي عزم د جګړې په میدان کې کوم د پام وړ اغیز نه دی درلودلی او د جګړې په میدان کې د عمل ابتکار لا هم د طالبانو په لاس کې دی.

د هیواد په شمال سرپل ولایت کې د میرزا اولنګ ستراتیژیکه سیمه چې ساتل او دفاع کول یې اوس د کابل حکومت د خپل پوځي حیثیت خبره بولي، رسنۍ وایي چې د حکومت له هر څومره پوځي هڅو سره سره دغه سیمه یو ځل بیا د طالبانو لخوا نیول شوې ده او حکومتي قواوې یې له سیمې تیښتې ته مجبورې کړي دي.

د هیواد په جنوب کې د جګړه ایز وضعیت محور او تر ټولو کلیدي سیمه د کندهار ولایت دی، چې امریکایان په کې د هیواد په سطحه دوهمه تر ټولو ستره پوځي اډه لري او ساتنې ته یې تر بل هره سیمه ډیره توجه کوي. څو ورځې وړاندې چې امریکایانو داخلي حکومت ته د بلاک هاک په نوم پوځي چورلکې سپارلې نو د امنیتي اهمیت له امله یې د سپارلو مراسم هم د کندهار په هوایي ډګر کې جوړ کړي وو. امریکایي جنرال نکولسن او اشرف غني په هغو مراسمو کې طالبانو ته خورا سخت لفظي ګواښونه وکړل او حتی ویي ویل چې د بلاک هاک چورلکو راتګ د طالبانو د ځپل کیدو په معنی دی.

خو لا د بلاک هاک څرخکو په اړه خبرونه د رسنیو له سرخطونو نه دي لویدلي چې طالبانو د بلاک هاک له بغل سره د معروف ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوسته. خبري سرچینې وایي چې د طالبانو د هجوم له ویرې حکومتي قواوې د کندهار په ختیځه خوا کې د معروف له پراخې او ستراتیژيکي ولسوالۍ څخه تیښتې ته اړ شوي دي.

خبرونه وایي چې دا ځل حکومتي قواوو معروف ولسوالي د تل لپاره پرې ایښي ده. ځکه حکومتي عسکرو د تیښتې په وخت د ولسوالۍ پوځي تاسیسات سوځولي او بیا یي د تیښتې لاره نیولې. طالبان وایي چې د معروف په جګړه کې یې حکومتي عسکرو ته مرګ ژوبله هم اړولې او یو شمیر حکومتي عسکر یي له مهماتو سره ژوندي نیولي دي.

د طالبانو لاس ته د کندهار په ولایت کې د معروف په شان د مهمې او پراخې ولسوالۍ لویدل دا په ډاګه کوي چې طالبانو د ټرمپ له تازه دمو بمبارونو سره ځان عیار کړی او د خپلو پوځي تاکتیکونو په بدلون او انکشاف سره توانیدلي چې پوځي وضعیت په خپل ګټه تغیر کړي. طالبانو نه یوازې دا چې خپله د تلفاتو کچه یې حد اقل ته راټیټه کړې، خپلې تر لاس لاندې سیمې یې ساتلې او حتی د اضافه نورو سیمو د نیولو لړۍ یې هم جاري ساتلې.

طالبان په داسې حال کې د عمل په ډګر کې برلاسي ښکاري چې حکومتي اړخ د تل په څیر یوازې مطبوعاتي دروغو او د لاسته راوړنو په اړه د بي اساسه اوازو خپرولو ته کار ویلی او ټوله انرژي یې یوازې په دروغجنو دعوو مصرفیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د