ټکنالوژي

که سپږمۍ نه وای !!!

مفتي احسان الله …

ایا کله مو دا خیال کړی دی ، چې زمکه د ورځني او کالني حرکت نه علاوه نور حرکات هم لري ؟

ضرور به يې جواب -هو- وي .

ځکه کله چې زمکه د لمر پر خواوشا را ګرزي ، له لمر نه علاوه د نور اسماني اجرامو نه هم متاثره کیږي ، خو له لمر نه وروسته تر ټولو زیات د نیزدې همسایه سپږمۍ نه متاثره ده ، که څه هم د سپږمۍ کتله د زمکي تر هغې 82 واره کمه ده .

دا تاثر يې یوازي تر مد او جز پوري مختص ندی ، بلکي سپږمۍ له دېنه هم زیات د زمکي د کرې په حرکت باندي اثر اندازه ده :

که سپږمۍ نه وای ، د زمکي پر کره باندي به ژوند کول هم ناشونی وای، د زمکي محور چې د لمر شاوخوا د حرکت په دوران کې 23.5 درجې زاویه جوړه وي ، د دې زاويې جوړلو په برکت سره څلور فصلونه منځته راځي ، دا زاویه به تر دې بيخي زیاته مایله وای ، منفي نتیجه به يې دا وه ، چې لمر به یوازي د زمکي پر شمالي منطقو باندي وړانګي اچولي ، په دې سره به هغه ستري ستري د یخ ټوټې چې د زمکي لپاره حیاتي ارزښت لري له منځ تللي وای .

که سپږمۍ نه وای ، د زمکي پر خپل ځان ګردش به دونه ورو او سوکه هم نه وای ، بلکي سرعت او سپیډ به يې تر حد زیات ډیر سوی وای ، په شپږ ساعت کې به یو ځل پر خپل محور راڅرخيدله ، یعني تر اوسني حالت به په څلور واره تیزه څرخيده .

همداسي که سپږمۍ نه وای ، د زمکي پر کره به توره تیاره وای ، په شپه کې به هچا هم چرته مزل نسوای کولای ، او انسانانو به نه تاریخ پېږاند او نه به يې کبیس کال او نه هم میاشت .

د سمندرنو د ابو مد او جز (په شپه او ورځ کې د سپږمۍ د بعد او قرب له امله اوبه پورته کښته کیږي ، دېته مد او جز وايې، په نتیجه کې اوبه متحرک وي ) به هم نه وای ، د دې به پر بر و بحر ټولو ډیر بد اثر وای ، ځکه چې د سمندر اوبه به ساکني ولاړي وای ، حرکت به يې نه درلود ، بحري حیواناتو به خپل ځای او د هګیو ځاله کله هم نوای پیدا کړي .

الحاصل :

سپږمۍ د زمکني ژوندانه لپاره یو جز لا یتجزا دی ، دا هم یو له هغو لاملو نه دی ، چې د حیواناتو ژوند ته يې د زمکي پر کره لاره هواره کړيده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

محترم مفتي صاحب ! ډيره مننه ، خو سوال داراته پیداشو چې ځمکه دیوې سپوږمۍ په درلودلوسره له شپږساعتیزه محوري حرکت نه څلورویشت ورسیده ،نو مشتري اوزحل خوبیخي باید په کلونوکلونو محوري حرکت وای حال داچې دهغوی محوري حرکت بیخي ډیرزیات دی یعني کابو شپږ ساعتونه ، خودهغوی سپوږمي هم بیخي ډیري دي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x