نظــر

د خټو پوزه!

د تېرکال په وروستۍ شپه او دنوي کال په لومړۍ شپه د کابل په زړه کې په سرینا هوټل بريد، تر دې مخکې د په جلال اباد کې په قصر په شنه سهار کې بريد، په سپین غره کې دملي اردو د اوو تنو تسیلمي، دننګرهار په خوږياڼو کې دمملې د قرارګاه تخليه، د هرات په اوبي کې په ټولیز ډول له ټاکنو انکار او په کندهار کې د کال په لومړۍ ورځ د نفوذي عسکر بريد.

دا ټول هغه څه دي چې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی ایوب سالنګي پرې له شرمه اعتراف وکړ، له هغه نه د سهار په جلال اباد او بېګا په سرینا کې د برید اړوند پرلپسې پوښتنې کېدي، وروسته يې خوندور اعتراف وکړ:
 څوک چې تر سرتېر وي، د هغوی مخه نه نېول کېږي.
په دې یو جمله کې په هېواد کې دبلواکه رژیم حالت بېخې ښه راپېژندل شوی دی، يعنې د رژيم دښمنان تر سر تېر دي، په داسې حال کې چې د سرتېري کلمه دوی د اردو او پولیسو عسکر ته استعمالوي، په داسې حال کې چې د سالنګي خبرې وښوده چې دوی سرتېري نه لري، ځکه که يې سرتېري لرلای نو د سرتېرو دفاع به يې کړې وه.
بله ترې داثابته شوه چې نور نو دوی د طالبانو د بریدونو مخه نشي نیولای، په داسې حال کې چې د هېواد شموله ډرامې لپاره بېخې لږې ورځې پاتې دي. پر دې ټولو اعترافاتو سربېره چې باید وړاندې لاشوي وای، غلامو او بلواکه رسنیو داسې سره جوړه کړه چې پنځلس  ورځې به د طالبانو خبرونه نه خپروي. دا ځکه چې په سرینا کې د احمدسردار په نامه د فرانس پریس خبریال وژل شوی!!!
 د دې ناپوهه ناروغانو پر حال ځکه رحم پکار دی، چې ناروغي يې بېخې لوړه شوې، دوی داسې انګېرې چې لا اوس هم د طالبانو اړوند ولس زموږ خبروته غوږ نيولی!!!
دوی داسې انګېرې چې لا هم زموږ تبلیغات د ولس په مغزو کې ورپېچکارې کېږي او دوی حقایق زموږ له لارې مالوموي، په داسې حال کې چې  اوس نو ټول ولس پوهېږي چې رسنۍ په پردیو پیسو د پردیو د ګټو لپاره خوله ښوروي، افغان ولس په تېر دوولس کلن جهاد کې ولیدل چې رسنیو څومره رښتا ويلي او څومره رښتیاثابت شوي دي؟
ښکاره خبره ده چې طالبان یو افغاني غورځنګ دی او د ولس په منځ کې د ولس په پیره دارۍ ژوند کوي، ښه بېلګه يې همدا د جلال اباد او سرینا فدایان دي، کوم کرزی پلوه راته ویلای شي، چې دا ځوانان د بريد تروخته چېرته اوسېدل؟ چاساتل، چا ډو‌ډۍ ورکوله او چا تربریده رهنمايي کړل؟؟؟
ښکاره خبره ده چې که چېرته طالبان ولسي قیام نه وای، نو د دوولسو کالو په اوږدو کې چې يواځې په کابل کې څومره فدایي حملې شوې دي، د اټول ځوانان دهمدې ولس په غېږه کې اوسېدل اوپه نیمه شپه به يې دبريد په لوري چانټې ترځان تاوکړي.
دا چې اوس رسنیو داسره پېيلې ده، چې د سرداراحمد پر وژنه به پنځلس ورځې د طالبانو نشرات نه خپروي، دا هسې شوړيدلي رژیم ته یوه د خټو پوزه ورجوړول دي، او په دې باید باور ولرو، چې داکار خبریالانو په خپله خوښه نه دی کړی، ځکه که چېرته دوی پخپله خوښه داکار کړی وي، نو دوی باید دهرافغان خبريال په وژنه ـ هغه که د هرچا له خوا په هرنامه وای ـ د وژونکې خوا نشرات بند کړي وای، مګر موږ په تېرو دوولسو کالو کې د ډېرو خبریالانو دوژنو شاهدان یو، خو کله هم رسنیو داسې پرېکړه نه وه کړې.
په هرحال دا چې رژیم پلوه رسنۍ لاهم په ولس کې د خپل فکر د ورپېچکارې کېدو دعوه کوي او لاهم دا خيال پلو وهي چې په ولس کې رول لري، نو د یوې رسنۍ په توګه باید لاندې پوښتنې هم ځواب کړي:
1.    د سردار احمد نوم په دې دوولس کاله کې چا نه اورېدلی او نه هم لېدلی، دلیل يې څه دی، چې یواځې په دې ورځ دا ځوان راپیداشو؟
2.    ځینو خبري سرچینو، دی عکاس، چا د جاپان دکوم اژانس خبریال، چا د ای پی خبریال بللی، په اړه يې باید کره مالومات نشرشي؟
3.    دا باید مالومه شي چې په دومرو حساسو شرایطو کې سردار احمد ولې د خپلې کورنۍ د تفریح لپاره دا هوټل انتخاب کړی و؟
4.    هره رسنۍ چې د طالبانو نشرات توقف کوي، دیوې رسنۍ په توګه باید داپه کره اسنادو ثابته کړي چې د سرداراحمد ماشومان د چا په ډزو کې وژل شوي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x