افغانستان

کندهار: دوو چریکي بریدونو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۶): کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې وسله والو په دوو جلا بریدونو کې د ملاصاحب د سرای کارمند او پولیس په نښه کړي.

د یادي حوزې اړوند د فلمونو مارکېټ ته څېرمه د ملاصاحب د سرای یو تن کار مند د چریکي برید کوونکو په برید کې زخمي شوی، د سیمیزو خبریالانو په وینا زخمي شوی کس د ملاصاحب د سرای نجار وو.

همدا راز وسله والو د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د سدوزو دانې سره درې پولیس ویشتلي او ژوبل کړي.

د سیمیز خبریال صدیق افغان په وینا د ډزو پرمهال دوه ملکیان هم ټپیان سوي.

په کندهار ښار کې دا بریدونه داسي مهال تر سره کیږي چې تېره شپه د معروف ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو لاس ته لوېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x