افغانستان

طالبانو د خبریال، ماشومانو، او دهغوی د مور په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په یوه را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت (طالبان) په سرینا هوټل کې د خبریال، ماشومانو او د هغوی د مور په وژل کېدو خواشیني دي، او دغه کړنه او جنایت د خپل دښمن کار بولي، تر څو طالبان په بدنامه کړي.

 ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې د وژل شوي خبریال له کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼي، او ورته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکي اسیا ته را لیږل شوې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

په سرینا هوټل کې د ماشومانو د وژلو په اړه داسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د تېرې جمعې په شپه ۱۳۹۲ / ۱۲ / ۲۹ نېټه په سرینا هوټل چې د کابل په زړه کې ارګ ته څېرمه پروت دی،  د اسلامي امارت د سرتېرو مجاهدینو له خوا برید تر سره شو.

 په نوموړي برید کې ګڼ شمېر بهرني او داخلي دښمنان د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسېدل، په ډېر تاسف سره باید ووایو چې د نوموړي برید په نتیجه کې د یو افغان خبریال، مېرمنې یې او دوو وړو ماشومانو د مرګ خبر هم خپور شو، کابل ادارې د خپل عادت له مخې په اسلامي امارت تور پورې کړ چې ګواګي ماشومان دوی وژلي! حال دا چې نوموړی کار د اسلامي امارت نه دی، اسلامي امارت له پیله د اسلام د مبارک دین د لارښوونو په رڼا کې د پاکو اهدافو لپاره چې په هغو کې د ماشومانو او ښځینه وو د حقوقو ساتنه او ژغورنه هم ده مبارزه کوي، د اسلام مبارک دین د ښځو او ماشومانو وژل نا روا ګڼلي! نو اسلامي امارت به څه ډول ماشومان او ښځې وژني!  که اسلامي امارت دا کار کولی، ديته هېڅ اړتیا نه وه چې سرینا هوټل ته پسې لاړ‍ شي، او په دې اړه ډېرې ستونزې وګالي، ځکه ماشومان، ښځې او عام خلک په هر ځای کې په نښه کېدای شي، حقیقت دا دی چې دغه کار خپله یرغلګرو او ګوډاګیانو یې په قصدي ډول د مجاهدینو د بدنامولو لپاره تر سره کړی، ځکه دوی پوهېږي چې برید مجاهدینو کړی، نو پایلې یې هم د هغوی په نامه تمامېږي!

 د دیارلسو کلونو په جریان کې ټول ولس ته ثابته شوې ده چې کله په یرغلګرو او ګوډاګیانو یې د مجاهدینو له خوا برید تر سره شي، دوی سمدستي په سیمه کې ړندې ډزې پیل کوي، هر څوک چې په مخه ور شي ولي یې، او ددې لپاره یو څرګند دلیل دا دی چې څو څو ځله یې عام خلک او خپل ملګري ویشتلي دي.

 اسلامي امارت په داسې حال کې چې په سرینا هوټل کې د خبريال ، ماشومانو او مور په وژلو یې خواشيني ښي، او دغه جنایت د یرغلګر او ګوډاګي دښمن بزدلانه کړنه ګڼي. ځان د وژل شوي خبريال له کورنۍ سره په دغه غم کې شریک ګڼي او ورته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۵/۲۲هــ ق

۱۳۹۳/۱/۳هـ ش ــ 2014/3/23م 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x