د اولادونو او والدینو لپاره ۵۰ ګټور نصېحتونه

لیکوال: دکتور خالد عبدالمنعم
د تربوي او نفسیاتي ناروغیو معالج

1 – اولادونو ته تر ټولو ښه تحفه له هغوی سره نیک سلوک او په لمانځه باندې امر کول دي.

2 – له خوبه د ماشومانو راویښولو طریقه د هغوی د ټولې ورځې په فعالیت او رواني حالت اغیز لري؛ نو په راویښولو کې يې له مهربانۍ، نرمۍ او آرامۍ څخه کار واخلئ، نه له شور او غالمغال څخه.

3- له ماشوم څخه منفي پوښتنې مه کوه: ولې دومره سست یې؟ دا بد عادت چا درښودلی دی؟ ولې په خبره نه پوهیږې؟ ته څنګه داسې خبره کوې؟

4- د دې لپاره چې له خپلو ماشومانو سره د خبرو اترو او تفاهم پلونه رامینځته کړې، باید نظریات یې ومنې او په مهربانه او نرمه طریقه ورسره مناقشه وکړې.

5 – د یوه په ګناه باید بل ونه نیول شي.. د ټولییزې سزا ورکولو سیاست سم نه دی، باید سزا هغه ووینی چې بد یې کړي.

6- که غواړي چې اولاد دي د کار سره مینه پيدا کړي، نو هغه وخت انعام ورکوه کله چې ور سپارل شوی کار په ښه توګه وکړي. باید ماشومان په دې پوهه کړل شي چې څه یې خوښيږي، هغه په کار او هڅې سره تر لاسه کولای شي.

7- ځیني پلرونه پر خپلو اولادونو له ډېره حرصه هغوی جسدي، روحي او فکري کلابنده کړي، ټوله ورځ یې د ځان مخته کښېنولي وي او یوازي هغه کارونو ته یې پریږدي چې دی یې ورته خوښوي. نوی او پرکاره نسل دا شی نه خوښوي.

8- ماشوم ډیری وخت خپل مور او پلار ته د الګو په نظر ګوري او په خپلو کړو وړو، د ژوندانه په خیالاتو او احساساتو کې د هغوی په تقلید لاس پورې کوي. نو د خپلو ماشومانو لپاره نیکه الګو اوسئ.

9 – ځیني خلک فکر کوي چې روزنه اسانه ده، خو حقیقت دا دی چې په ژوندانه کې تر ټولو ستونزمن کار «روزنه» ده.. له یوې مور څخه زیږیدلي ماشومان یو ډول نه دي، د هر یوه طبعیت او خوی جلا دی او هر یو ځانګړي تعامل ته اړتیا لري.

ماشوم ته په یوه ځل دوه یا درې کاره مه ورسپاره نه یې شي کولای.

10 – خلک دا خبره ډیره کوي چې د ماشوم ستونزې طبیعي چاره ده او د عمر په تېرېدو له مینځه ځي؛ حال دا چې څیړنو ښودلې چې د لویانو د ټولو ستونزو ریښې د هغوی ماشومتوب ته ورګرځي.

11- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«خپلو ځانو ته ښېرا مه کوئ، خپلو اولادو ته ښېرا مه کوئ، خپلو مالونو ته ښېرا مه کوئ، هسي نه چې ښېرا مو د دعا د قبلیدو له وخت سره برابره شي او قبوله شي».

12- که ماشوم یو څیز وغواړي او په لاس ورنه شي، نو د صبر او زغم سپارښتنه ورته وکړه او ګټې يې ورته بیان کړه ترڅو ورسره روږدی شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«هیچا ته داسې ورکړه نه ده ورکړل شوې چې تر صبر بهتره او پراخه وي»

13- له ماشوم څخه دا طمع مه لره چې ته کوم درس ورښيې هغه دې په لومړي ځل یاد کړي.

14- کله چې مونږ د ماشوم معقولې غوښتنې منو؛ د هغه په زړه کې زمونږ په وړاندې د مننې او قدردانۍ شعور پیدا کیږي، همدغه شعور په ماشوم کې د اطاعت او فرمانبردارۍ روحیه راټوکوي.

15- د عملي روزنې درې بنسټیزې کیلي ګانې:
د ماشومانو په حالاتو اګاهي، د هغوی په ښوونې او روزنې صبر کول، او هغوی ته د نیکۍ او کامیابۍ دعا

16- په لنډو کالو اغوستلو یې مه عادي کوه، اوږده کالي ورته اخله چې حیاناکه تربیه شي، ځکه چې د انسان وقار په حیا کې دی او حیا یې د اخلاقي فساد څخه ژغوري.

17 – د خپل منځي کوچنیو اختلافونو د حل مسؤولیت دوی ته وسپاره، څوک چې لومړیتوب وکړي، هغه ونازوه، ددوی په لانجو کې د عدل څخه کار واخله تر څو دوی هم عدل او انصاف درڅخه زده کړي.

18- کله چې ته د ماشوم یوه غوښتنه رد کړې، او بیا یې هغه وخت ورسره ومني چې هغه وژاړي او غوصه وکړي، په دې کار سره ماشوم د خپلو غوښتنو لپاره د ژړا په اهمیت عادت کیږي.

19- اولاد د مسؤولیتونو سره عادي کول هغه ته قوت ور بښي.

20- ځیني پلرونه د خپلو اولادونو څخه غواړي چې په هر شي کې د هغوی کاپي وي، په عمل کې، په ذوق کې، په درس کې، په تخصص کې، دا د شخصیت وژنه ده.

21- کله چې د اولاد سره خبره کوئ، نو د خبرو انداز داسي مهم دی لکه هغه خبري چي دي، ځکه نو پام ورته کوه.

22- د ماشوم شیطاني کول هر وخت د غندنې وړ نه وي، کله کله د هغه پر ځیرکتیا هم دلالت کوي، او څرګندوي چې هغه یو متحرک او عملي شخصیت لري، باید د هغه حرکت توجیه کړل شي او وروزل شي، نه دا چي ورټل شي او منعه کړل شي.

23- د زوی پر سر باندي د پلار لاس را تېرول، او په غیږ کې د مور له خوا نیول، د اولادونو د نفسي او عاطفي حاجت پوره کولو لپاره ډیر مهم دی.

24- د اولاد په تربیه کې پر اعصابو کنټرول کول دا معنی نه لري چې د هغوی پر غلطیو سترګې پټي شي، بلکې باید له حکمته کار واخیستل شي، او د هغوی د منفي کړنو سره په احتیاط تعامل وشي.

25- خپل اولادونو د بل د اولادونو سره مه پرتله کوه، په ځانګړي ډول د قریبانو د اولادونو سره.
باید په یاد ولرې چې ښه والی او پرمختګ ستا له اړخه پیلیږي نه د هغوی له لوري، باید حرص وکړي چې ستا اولادونو ستا په ښه والي یاد شي.

26- پر شجاعت باندي اولادونو تربیه کول دا معنی نه لري چې هغوی ته دي جنګي مهارتونه ور زده کړل شي، بلکي پر ځان باندي اعتماد، پر الله جل جلاله توکل او یوازي له هغه څخه بېره د ماشوم په زړه کې اچول دي.

27- د اولادونو سره ریښتیني اوسئ، تر څو هغوی هم په رشتیا ویلو عادت شي، ددوی مخته ریښتیني اوسئ، دوی ته د «درواغجن» خطاب مه کوئ، بلکې ورته وایاست: دا غلطه خبره ده.

28- خپل اولاد الله جل جلاله ته په رجوع سره تربیه کړئ، تر څو د هغه څخه کومک او قوت وغواړي، ددوی مخته استغفار ډېر وایاست، او لاحول ولا قوة الا بالله ډېره وایاست.

29- ماشوم درواغ له محیطه زده کوي، له ځانه سره یې نه راوړي، ځکه نو محیط یې ورته ریښتینی کړئ.

30- هر سهار خپلو اولادونو ته چې تاسو معنوي کوم ارزښت ورکوئ، هغه تر هغه مال ډیر اهمیت لري چې تاسو یې په لاس کې ورکوئ تر څو خپل حاجتونه په پوره کړي.

31 – خپلو اولادونو ته د کاکاګانو او ماماګانو احترام او قدر ور زده کړئ، که مو خدای مکړه د هغوی سره شخصي یا کورنی اختلاف درلود، خپل ماشومان مه پکښي را ګډوی.

32 – د انجونو او هلکانو د ښایست دومره صفت مه کوی، چې د هغوی فکر ټول خپل ښایست او ظاهري رنګ ته واوړي، بلکې د ښو خویونو او کارونو صفتونه یې وکړئ، چې اصل ته توجه زیاته شي.

33- ماشوم مکتب ته وختي رسول، حرکت او تر نورو ماشومانو مخته رسیدل د هغه پر سلوک مثبت تاثیر کوي.

34 – د ماشوم لپاره تر ټولو خطرناکه پایله پر هغه د نورو په مخکې مسخرې کول دي، د همزولو په مخکې د هغه غلطیاني په ګوته کول دي، باید احتیاط وشي.

35- کله چې خپل ماشوم د بل سره پرتله کوې، نو پوهه شه چې د هغه په زړه کې دي د عمر لپاره عقده واچول.

36- د ماشوم د غوصې د چیغو جواب په چیغو مه ورکوه، ځکه په دې توګه هغه دا زده کوي چې د غوصې په وخت کې د خبرو کولو طریقه چیغي وهل دي.

37 – خپل اولادونو د ښو ملګرو موندلو ته وهڅوی، دا ور زده کړئ چې څرنګه باید ښه ملګری پيدا کړي، چې دده د اخلاقو سره ورته والی ولري، دده فکر او مثلا چې څومره حفظ یې کړی.

38- اولادونه مو د روزۍ د کمښت او راتلونکې له وېرې څخه لیرې وساتی، او پر ځای یې هغوی په خدای جل جلاله باندې توکل ته وهڅوی او په دې لاره کې د هغوی لپاره په قول او عمل کې الګو جوړ شی.

39 – د ماشوم پر سخت دریځۍ او جنګي طبیعت پټه خوله پاته کېدل هغه نور هم تشویقوي چې ادامه ورکړي.

40- راځئ اولادونو ته ور زده کړو:
د خبرو ادب، خوږوالی او خندا، د لویانو احترام، په تلیفون کې د خبرو اداب، د مناظرې اداب، بخښنه غوښتل، د ارږمۍ او …. ادب.

41- د اولادونو د صحت لپاره:

سهارنۍ ناشته ماشوم ته قوت، بدني او ذهني نشاط ورکوي، مدرسې ته تر لېږلو مخکې يې حتما ورکوه، تنوع په کښي راوله او اهمیت ورکړه.

42 – د اولاد په اړه ستا نظر او رایه د هغه پر شخصیت قوي تاثیر لري، د ښو اخلاقو صفت یې وکړه، حتی که بد اخلاق یې هم زیات وي، تمه کیدای سي چې د وخت په تیریدو سره سم شي، په بدو صفتونو یادونه یې مه کوه، تر څو نور په کښي ټینګ نه شي.

43 – ددې لپاره چې اولادونه مو درانه او زړه سواندي واوسي له دوی سره په درنښت او زړه سوي سره چلند وکړی.

44 – کله چې اولاد دي یو شی مات کړي، نو ته دوه اختیاره لرې:

چې وې وهې، په دې سره به هغه درواغ زده کړي او شخصیت به یې وبایلې، او یا ورته وايې چې څه یې خراب کړي هغه بیرته اصلاح کړي، نو مسؤولیت به زده کړي او شخصیت به یې قوي شي.

45 – پام چې خپل اولاد د بل په مخ کې ونه رټې او انتقاد باندي ونه کړې، بلکې انتظار وکړه تر څو کورته لاړ شئ، هلته یې پوهه کړه.

46- راباندي ګران زویه..

زه درته د بدو ملګرو څخه د بیلتون وصیت کوم، ځکه چې کله ته د خیر کار کول وغواړي، دوی به دي را ګرځوي، او که دي شر وغوښت، دوی به دي تشویق کړي، که دي د یوې ګناه څخه حیاء راتله، دوی به یې درته اسانه کړي.

47 – که دي زوی ښه کار وکړي، (ډېر ښه) ورته ویل سنت دي، لکه څرنګه چې په بخاري شریف کې راغلي، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي، ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سورة یوسف تېر کړ. هغه راته وویل: (ډېر ښه).

48- په خپل اولاد کې دیني او اسلامي عالي اخلاق او ادب وروزه.

49- هیڅ کله اولاد ته د دعا څخه مه غافله کیږه، ځکه چې سمې لارې ته د برابرو لپاره دا تر ټولو غوره وسله ده، دعا د اولاد د اصلاح لپاره ډېره ګټوره ده خو متاسفانه چې ډېرو خلکو هېره کړې.

50- شاعر وايي: د زمری بچی دی وروزئ، کله چې زمری شو
پر تا یې برید وکړ، که دې د رب مرسته نه وای، خوړلی به یې وای.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ورک اشنا
میلمه
ورک اشنا

د نن ټکی اسیا محترم او درنو کارمندانو!!!!
ستاسو ویب پاڼه چی هر مطلب نیټ ته پورته کوی ماته همیشه په پټو ستر ګو د منلو وړ وی ځکه رښتینی یاست او صادقان یاست خو نور کفری او افغانی سایټونه چی هر مطلب خپور کړی هیڅ اشتها یی نه لرو ستاسو مطالبو ته احترام لرو .

محمد مختار
میلمه
محمد مختار

اسلام علیکم و رحمه الله.
د نن تکی آسیا کارمندانو د تل دپاره خوشحاله او اباد اووسی دیره مننه دستاسو د شرعی او پرمعنا مطالیبو سخه یوه ندی مننه کنم
همیشه دیر شه خپرونی لری زما ستاسو د صحت بخش دیر خوش دی. دیره دیره مننه.
بریالی اوسی