وخت څومره قيمتي ده!

الهام خراسانی

ديوبند د دين پر هر ډګر دومره حيرانونکې بېلګې لري، چې تاريخ يې په خپله لمن کې له ځايولو څخه عاجز دی.

چې يوه هم دعلمي ډګر داتل مفتي عزيز الرحمن رحمه ﷲ حيرانونکې خاطره ده.

مفتي عزيز الرحمن دعثماني کورنۍ په مشايخو کې ديوه ځلانده ستوري پشان ځانګړی مقام لري، نوموړی د دارالعلوم ديوبند دمهتمم مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه ﷲ، لومړی مشاور او مرستيال و .

او دجامعې دمشايخو  لخوا، ورته دمفتي اعظم هند لقب ورکړی شوی و

دمفتي عزيز الرحمن رحمهﷲ دعلميت او فقاهت د پېژندنې لپاره همدومره بسنه کوي، چې فتاوی دارالعلوم ديوبند دده حل شوې استفتاوې او مسايل دي.

مفتي محمد شفيع رحمه الله دنوموړي دژوند روستۍ خاطره، په کتاب اکابر ديوبند کې داسې ليکي:
مفتي اعظم هندستان دوخت دومره ساتنه کوله، چې دژوند تر پايه پرې داسې ګړۍ نه ده تېره شوې ،چې ده پکې ديوې مسئلې دحل سوچ او سنجښت نه وي کړی .

تردې چې مفتي صاحب دژوند په روستيو شيبو کې په مرګوني مرض اخته کيدو سره سره، يې بيا هم د کتاب له مطالعې او استفتا سره مخه ښه ونکړه.

له کټ نه ګير چاپېره راغلي خلک دمفتي صاحب له نيمګړي ژوند سره په مخه ښه هغه وخت وپوهيدل چې کله يې راغلې استفتا له لاسه پر سينه را وغورځيده .

دا دمفتي عزيزالرحمن عثماني رحمه ﷲ روستۍ صحنه وه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.