په هلمند او فراه کې د طالب مشرتابه ظهور څه په ډاګه کوي؟!

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

د روان کال د تلې د میاشتې په ۱۶ یوشمیر رسنیو د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له خولې خبر ورکړ چې د طالبانو مشرمولوي هبة الله اخوند زاده د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د پنځلسو ولایتونو طالب والیانو ، نظامي مسؤلینو او نورو چارواکو سره غونډه کړي ده.

نوموړي داهم ویلي و چې د طالبانو له مشر سره د طالبانو یو شمیر مهم چارواکي لکه د طالبانو د استخباراتو ، مالي کمېسیون ، نظامي کمېسیون او د اکمالاتو مسٶل هم یوځای وو.

د جنرال رازق د څرګندونو په تعقیب د فراه ولایتي شوری رئیسې جمیله امینې هم د تیرې شنبې په ورځ له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې وویل چې د طالبانو مشر له هلمند څخه دفراه ولایت پشت رود او بکوا ولسوالیو ته راغلی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي پرته له دې چې په هلمند ، فراه یا کوم بل ولایت کې د خپل مشر د ظهور ځای مشخص کړي د جنرال رازق خان او نورو دولتي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې مشر یې (مولوي هبة الله ) تل د جهادي چارو د سوق او ادارې لپاره په جهادي محاذونو کې شتون لرلی او د وخت او زمان له شرائطو سره سم یې طالب چارواکو ته اوامر صادر کړي دي.

که په افغانستان په تیره جنوب لویدیځ زون کې په دې فوق العاه نظامي حالت کې د جنرال رازق خان په خبره ریښتیاهم په هلمند کې د طالبانو د مشر ظهورثابت شي نو دا به د طالبانو په ۱۶ کلن جهادي بهیر کې د هغوی تر ټولو ستره پوځي بریا او په نظامي او تبلیغاتي لحاظ لویه لاسته راوړنه وي چې شخصا د هغوی د مشر تابه په لاس تر سره کیږي.

ځکه دا ظهور په داسې حال کې صورت نیسي چې د هلمند په شمول ټول افغانستان د ټرمپ د جنګي ستراتیژي په ترڅ کې تر شدیدې امریکايي بمباري او د امریکایانو ترټینګ استخباراتي پوښښ لاندې نیول شوی دی.

په دغسي یوه فوق العاده نظامي وضعیت کې د طالب ځواکونو د اعلی سرقومندان په حیث د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شخص مولوي هبة الله حضورلاندې پوځي او تبلیغاتي مدلولات له ځانه سره لرلای شي:

الف : فوق العاده پوځي مورال او پر خپل ولس پوره اعتماد

د جنرال رازق په اعتراف په جنوب لویدیځ زون کې د مقاومت په محوري مرکزهلمند ولایت کې د طالب مشرتابه ظهور دا په ډاګه کوي چې نوموړی د یوه فوق العاده پوځي مورال په لرلو سره د خپلو خلګو او ولس له پوره اعتماد او باور څخه برخمن دی، که داسې نه وی له پوځي لحاظه د مقاومت اعلی سرقومندان په دا ډول اضطراري حالاتو کې د جګړۍ په لومړۍ کرښه کې ظهور او ځان ښکاره کولو ته په هیڅ صورت نشي تیاریدلای .

ب: د جهادي صف یووالی او پرخپلو افرادو تسلط

د جنرال رازق په اعتراف په هلمند ولایت کې د ۱۵ ولایتونو پروالیانو، د نظامي کمیسیونونو پر مسؤلینو او نورو پوځي چارواکو سربیره د طالب مشر تابه ترڅنګ د هلمند د والي ملا عبدالمنان، مهم طالب مشر صدرابراهیم ، او نورو مهمو لوړ پوړو پوځي او اداري طالب چارواکو شتون د طالب ضد حلقاتو هغه تبلیغات ټول خنثی کوي چې وخت ناوخت یې د طالب قیادت او د هلمند والي ملا عبدالمنان او صدرابراهیم ترمنځ د اختلافاتو په اړه کوي.

طالبان چې په پوځي او اداري چارو کې د آسانتیا په خاطر یې هیواد په دوو تشکیلاتي واحدونو ویشلی او هلمند یې د جنوب غربي تشکیلاتي واحد مرکز ګرځولی په دې مرکز کې د شخص مولوي هبة الله ظهور او پوځي حضور دا په ډاګه کوي چې هغوي مستقیما د مقاومت پر ټول رهبریت حاکم او ماتحت افراد یې له ده څخه د مقاومت د اعلی سرقومندان په توګه په ټولو پوځي او اداري چارو کې عملي اطاعت لري، او د دوي ترمنځ د هر ډول اختلاف اوازي تشي تبلیغاتي ډونډوري دي.

ج: د ټرمپ د پوځي ستراتیژي عدم موثریت

د جنرال رازق په اعتراف په موسی کلا کې له طالب قیادت سره د ۱۵ ولایتونو والیانو، نظامي کمیسونومسؤلینو او نورو اداري او پوځي چارواکو له ګڼ شتون څخه څرګندیږي چې طالب مقاومت نه د ټرمپ د نوي پوځي ستراتیژۍ پروا لري او نه هم په پوځي لحاظ تري متأثر شوی دی ، ځکه موسي کلا او په مجموع کې هلمند ولایت چې د مقاومت د پوځي فعالیتونو د شدت له وجې د امریکایانو ترکلک پوځي او استخباراتي مراقبت لاندې دی مګر د هغه با وجود هلته د دومره لوی شمیر قیادي مسؤلینو را یوځای کیدل د دې ښکارندوینه کوي چې هغوئ له دې مطمئن دی چې دښمن یې د ظهور ځای ته د ورتلو او یا هلته د پوځي اقدام کولو توان نه لري،

که د دښمن د ناتواني خبره نه وي نو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د قیادت په شمول په دومره لویه پیمانه نظامي چارواکي را یوځای کیدل له نظامي او امنیتي لحاظه له خپل ژوند سره لوبي کول دي.

د: د امریکايي عملیاتو په غبرګون کې د مقاومتي عملیاتو تشدید

په پوځي محاذ کې د طالب مشر تابه حضوراو ظهور په پورتنيو مدلولاتو علاوه د دې لامل هم شوی چې وسله والو طالبانو ته د بهرنیانو او هغوي تحت الحمایه حکومت پر خلاف د مقاومت روحیه ورکړي.

همدا لامل دی چې د امریکايي ځواکونو له سختو بمباریو، او د مقاومت په ضد د هغوي له ټولو پوځي ، استخباراتي او تبلیغاتي هڅو سره سره طالب وسله وال یو نه ماتیدونکی تهاجمي مورال لري.

هغوی همدا اوس وکړای شول د امریکایانو له ټول پوځي فشار او بمباریو سره سره لاندې مهمې پوځې لاسته راوړنې ولري:
۱ـ د کندهار د ستراتیژیکې ولسوالي (معروف ) لاندې کول.
۲- د غزني ولایت په څو کیلومتري کې د اندړو ستراتیژیکه او مهمه ولسوالۍ نیول.
۳ـ د فراه ولایت شیب کوه ولسوالي نیول.
۴ـ د پلازمینې کابل او ستري امریکايي اډې بګرام په څنګ کې د پروان ولایت مربوط فندقستان ستراتیژیکه دره تر خپلې ولکې لاندې راوستل.
۵ـ د سرپل ولایت مهمه سوق الجشي دره میرزاولینګ د امریکايي او داخلي ځواکونو له ټول هوايي او ځمکني زور سره سره بیا ځلی لاندې کول.

خلاصه:

په داسې حال کې چې ټایمز ورځپانې په خپل وروستي رپوټ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ په حواله لیکلي، چې امریکايي الوتکو د روان مېلادي کال له پیله تر اوسه پورې په افغانستان کې تر دریو زرو ډیر بمونه غورځولي دي ، مګر د دې باوجود د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق په څیر مهم دولتي شخص په اعتراف د جګړې په لومړۍ کرښه کې د طالب مشرتابه ظهور او د طالبانو لخوا په ۲۲ ولایتونو کې د فعال پوځي مقاومت ترڅنګ په ځینو هغو کې د ولایتونو د مراکزو محاصره او د نویو سیمو تصرف کول د دې ښکارندویه دى چې امریکايي پوځي فشار که هرڅومره نورهم زیات شي د مقاومت تشديد به بالمقابل هغومره ورسره زیاتیږي.

ځکه امریکایان د افغانستان له اراضي شرائطو سره د نابلدي له وجې د طالبانو د چریکي جګړو په مقابل کې ټول ترکیز پر هغو هوايي بریدونو کوي کوم چې هغه په جبهه يي جنګونو کې د مقابل لوري د ثابتو اهدافو د له منځه وړلو په خاطر کارول کیږي.

او طالبان د خپل محاربوي مهارت له مخې وخت په وخت خپل جنګي تکتیکونه بدلوي چې له امله یې د امریکایانو د زرګونو بمونو له غورځولو سره سره لاهم د هغوي مقاومت بریالی او جنګیالي یې لوړمورال لرونکي دي.

د امریکیانو د بمباري ټول زور تر ولسي خلګو خیږي چې هرځای د امریکايي بمونو هدف ګرځي او په مقابل کې د یرغلګرو په مقابل کې ټول ولس د مقاومت انتقامي روحیه خپلوي .

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
أور تور
میلمه

ګرأنه عبدالرحیم جانه «ثاقب»صاحب ! ستادانورانی څیره او مستدله تحلیلګرانه لیکنه پخپله دطالبانو دپوره میړانی او پولادین عزم تبلور دی.