افغانستان

غزنی : شلګر ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د غزني ولايت د شلګر ولسوالي تېره شپه د طالبانو د مسلسلو بريدونو په نتيجه کې د دوی لاس ته لوېدلې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکي اسيا ته په را لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي چې د تعرضي بريدونو په جريان کې د ولسوالۍ پر ودانۍ د مازدا په توسط موټر بم بريد وشو.

د مجاهد په وينا د موټر بم بريد سره سم د ولسوالۍ مرکز (نظام قرول ، هستوګن ځايونه ، خوب خوني،دپيرې ځايونه ، ټاورونه او ټول ملحقات) په مکمل ډول ويجاړ شول.

حکومتي چارواکو لا تر دې دمه د شلګر ولسوالۍ د نيول اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شلګر د غزني له هغه ولسواليو شمېرل کيږي چې د طالبانو فعاليت په کې زيات ليدل کيږي.

د بشپړو جزئياتو لپاره له نن ټکي اسيا سره اوسئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x