افغانستان

فراه : شېبکوه ولسوالي طالبانو نيولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶):د فراه ولايت شېبکوه ولسوالۍ مرکز او اړونده سيمي يې د طالبانو لاس ته لوېدلي.

له سيمي څخه نن ټکي اسيا ته ځايي اوسېدونکي وايي چې اوس مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی ، د دوی په وينا طالبانو د ولسوالۍ په مرکز يې لسګونه وسائطو ته اور ورته کړی او له منځه يې وړي او همدا راز يې زيات شمېر وسلې او مهمات نيولي.

د شېبکوه ولسوالۍ مرکز تېره شپه د طالبانو د مسلسلو بريدونو له امله سقوط کړی.

قاري يوسف احمدي د طالبانو ويندوی په خپل ټيليګرام چېنل کې د يادي ولسوالۍ د نيولو تائيد کړی.

چارواکو تر دې دمه د شېبکوه د سقوط اړوند څه نه دي ويلي.

د شېبکوه ولسوالۍ د نيولو تر څنګ تېره شپه طالبانو د غزني شلګر ولسوالي هم نیولې.

د بشپړو جزئياتو لپاره له نن ټکي اسيا سره اوسئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x