افغانستان

دختیزو سیمو رسنیزو مرکزونو او ټولنو دخبریالانو په وړاندې وژونکي بریدونه وغندل

نن ټکی آسیا: د تېرکال په وروستۍ شپه د کابل ښار د سرینا هوټل په برید کې د فرانس پریس اژانس خبریال سردار احمد له خپلو ماشومانو سره ووژل شو. په ننګرهار کې دختیځو سیمو بېلابېلو ژورنالیستکو ټولنه په جلال اباد ښار کې میدوتیک کې د١٣٩٣ لمريز کال دوري په دويمه د خبریالانو د وژونو د غندلو په خاطر اعتراضیه ناسته وکړه او لاندې پرېکړه لیک يې صادرکړ:

په ختيزه سيمه کې دبېلابېلو ژورناليستيکو ټولنو پرېکړه ليک:

په ختيزو ولايتونو کې بېلابېلې ژورناليستيکې ټولنې په تېره اوونۍ کې په کابل کې دنا امنۍاو تاوتريخواليپه پېښه کي دفرانس پرېس خبري آژانس دخبريال سردار احمد وژل کېدل او پر ننګرهار ملي راډيو تلويزيون شوي وسله وال بريدونه په کلکو ټکو غندي او دا دبيان دآزادۍ او مطبوعاتو پروړاندې څرګند جنايت ګڼي او خپله پرېکړه په لاندې مادو کې په ډاګه کوي:

١-دجګړې له ښکېلو خواوو موپه ټينګه غوښتنه داده چې دخبريالانو او رسنيزو مرکزونو خونديتوب ته پام وکړي.

٢-دبيان دآزادۍ اصل ته دې درناوى وکړي.

٣-له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو چې پرحکومت فشار راوړي چې دخبريالانو خونديتوب ته پام وکړي او نړيوال دې دبيان دآزادۍ په تړاو روښانه دريځ اختيار کړي ،هغه سکوت دې مات کړي چې په دې برخه کې يې اختيار کړى دى.

٤-له رسنيزو ادارو غوښتنه کوو چې دافغانستان اوسمهالي شرايطو ته په پام سره دپېښو دخبري پوښښ لپاره دخبريالانو دګمارنې پرمهال دهغوى دژوند خونديتوب ته پام وکړي.

٥-افغان حکومت دې دروان ناورين دقرباني شويو خبريالانو له کورنيو سره دمرستې په موخه،هغه امتيازات چې دجګړې نورو قربانيانو ته په پام کې نيول شوي،دوى ته هم ورکړي.

٦-داچې دولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې راروانې دي دهغو دخبري پوښښ لپاره دې د خبريالانو په وړاندې دخوندي چاپيريال زمينه برابره شي او هغه څوک چې خبريالانو ته زيان رسوي،په نښه دې شي.

٧-معلوماتوته دلاسرسي قانون چي نه شتون يي خبريالانو ته ګڼي ستونزي راولاړي کړي، زر تر زره تصويب او په دې اړه رابرسېره شويو ستونزو ته دي دپای ټکی کېښودل شي.

دختیزو سیمو بېلابېلې رسنیزې ټولنې+ مرکزونه او ټول خبریالان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x