افغانستان

هرات: د ډاکټر اشرف غني دیارلسو تبلیغاتي ډلو د ډاکټر زلمي رسول لپاره د کار هوډ وکړ

په هرات کې د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ديارلس کمپايني څانګو د ډاکټر زلمي رسول په ګټه د تبلیغاتو هوډ وکړ.د دې هوډ نېونې په مراسمو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د انځورونو پرځای د ډاکټر زلمي رسول انځورونه وځړول شول.

دا كسان د هرات په اته ولسواليو، د بادغيس په دوه ولسواليو او د هرات ښار د تورغونډۍ ښارگوټي او د هندوسوزي او درب ملك له سيمو سره تړاو لري.

دا كسان وايي، په تېره يوه مياشت كې يې د ښاغلي اشرف غني احمدزي په ملاتړ ډېر كمپاين كړى؛ خو سم ملاتړورڅخه نه دى شوى.

دا لومړى ځل دى، چې د ‌ډاكتر اشرف غني احمدزي د كمپاين ديارلس ډلې له ډاکټر زلمي رسول څخه ملاتړ ښيي. ټاکل شوې ده، چې دهېواد ولسمشریزې ټاکنې دروانې لمريزې میاشتې په شپاړلسمه ترسره شي.د آریانا نیوز پر نامه برېښناپاڼه وايي، د دې خبر اړوند يې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د هراتي ملاتړو نظر وانشو اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x