افغانستانخبرونهنړۍ

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶):افغانستان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بشري حقونو د شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل پر خپل ټویټر لیکلي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ۱۳۰ هېوادونو رایه خپله کړه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو غړیتوب یې تر لاسه کړ.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان سربېره د نړۍ پنځلسو نورو هېوادنو هم د درې کلونو لپاره ددې شورا غړیتوب ترلاسه کړ.

د ۲۰۱۸ز کال لپاره په ټاکل شویو هېوادونو کې افغانستان، انګولا، اسټرالیا، چلي، کانګو، مکسیکو، نایجریا، پاکستان، پیرو، قطر، سینیګال، سلواک، هسپانیه، نيپال او اوکراین شامل دي.

په ۲۰۰۶ز کال کې ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا بسنټ کېښود، چې ۴۷ غړي لري؛ خو ټاکل شوي پنځلس هېوادونه به راتلونکی ۲۰۱۸ز کال کې د دې شورا غړي شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې داسې غړي هم دي، چې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دي.

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو غړیتوب داسې مهال ترلاسه کوي، چې اوسمهال په افغانستان کې ورځ تر بلې د بشري حقونو د نقض پېښې زیاتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x