افغانستان

په سرینا هوټل کې د وژل شویو ماشومانو طبي تحقیقات دي وشي- نظر محمد مطمئن

نن ټکی اسیا: کابل میشتي محلل او شنونکې ښاغلي نظر محمد مطمئن په یوه اوږده او تفصیلي مقاله کې لیکلی چې په سرینا هوټل کې دوه ماشومان هر یو شل شل مرمۍ پر تندي او بدن ویشتل شوي، او زیاتوي چي مونږ حق لرو، چې له دولت څخه د طبي پلټنو غوښتنه وکړو، تر څو مونږ ته وښيي چې هغه ماشومان چې په مرمیو ویشتل شوي، د هغوی شکل، سایز، اندازه او فاصله معلومه شي، تر څو دا معلومه شي چې دغه ماشومان د جګړې په حالت کې اخر د چا په ډزو وژل شوي دي.

نوموړی وایي: ځينو رسنیو ویلي چې په سرينا هوټل کې دوه ماشومان هر یو شل شل مرمۍ پر تندي او بدن ویشتل شوي، آیا موږ حق نه لرو چې له دولت څخه د طبي پلټنو غوښتنه وکړو چې هغوی ولس ته د مرمیو شکل، سایز، اندازه، او فاصله معلومه کړي، چې ماشومان په څه ډول مرمیو ويشتل شوې، داسي خو به نه وي چې ددغسي حالاتو سره د نا اشنا هغه ډزو کوونکو په مرمیو ويشتل شوې وي چې په پټو سترګو ډزې کوي، که چيرته شل مرمۍ لګيدلي وي، نو بيا خو ګن سوالونه دې؟ آیا هغه کسان چې د طالب په نوم وو، هغوی په دغسي زیګ او تنګ وخت کې ولي دومره زياتې مرمۍ مصرف کړي، هغوی ته نور خلک نه وو پاتي، هغوی له پولیسو سره جګړه نه کوله؟ زه د ماشومانو پر مرګ والله چې د زړه له تله خفه یم، خو کاشکي زموږ ژورنالسټانو له دولت څخه غوښتي وای چې د ماشومانو دعدليې طب پلټنې دي ؤشي، ودي ښودل شي چې مرمۍ د چا له خوا پر دغو معصومو شهيدانو لګيدلي دي، او ولي ظالمانو پر يوه مرمۍ او دوه بسنه نه ده کړي، بلکه شل شل مرمۍ يې هر یو ويشتلي دی، داسي راپورونه هم شته چې په هغه شپه بهرني سپيشل فورس کسانو هم په عملیاتو کې ونډه درلودله. هیله ده چې د معصومو شهید ماشومانو له وینو سره لوبي ونه شي او د سیاسي اغراضو له پاره د هغوی شهادت او وینه ونه کارول شي. الله ج دي هغوی وبخشي، او الله ج دي موږ ګرده افغان ولس له نورو دغسي واقعو او پېښو څخه وساتي چې د ماشومانو له معصومانه او مظلومانه شهادتونو سره مخ شو.  تمه مي داده چې زموږ مشران وروڼه ګلونه ماشومان نا امنه او خطر ناکو ځایونو ته ورسره يو نه سي. بیا هم د یادولو وړ بولم چې په پټو سترګو نا سم راپورونه د خلکو او افغان ولس تشویشونه زياتوي او پر رسنيو يې باور کموي.

نوموړي دا او نوري خبري په خپله اوږده مقاله کې کړې، چې په خبریال وېب پاڼه کې په لاندي ادرس نشر شوي.

http://www.khabarial.info/archives/108382

باید وویل شي چې نن طالبانو هم د خبریال، ماشومانو او د هغوی د مور د وژني په اړه خپله خواشیني ښودلې، او د هغوی د کورنۍ سره یې ځان په غم کې شریک وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x