
افغانستان
پکتيا : ګردېز کې پر امنيه قومندانۍ ډليز بريدونه پيل شوي/انځوريز
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶):د پکتيا ولايت په مرکز کې د همدې ولايت پر امنيه قومندانۍ دوه موټر بم بريدونه شوي.
له مرکز ګردېز څخه نن ټکي اسيا ته عيني شاهدانو وویل چې د موټر بم بريدونو وروسته جګړه پيل شوې ، داسي ګمان کيږي ډليز بريد به وي.
د پکتيا چارواکي مني چې پر امنيه قومندانۍ دوه موټر بم بريدونه شوي او جګړه دوام لري.
د بريد مسؤليت لا چا نه دی منلی.
یاد بريدونه دا سي مهال تر سره کيږي چې تېره شپه د غزني شلګر او د فراه شېبکوه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي.
بشپړ جزئيات وروسته.
له پيښي تازه اخیستل شوي انځورونه:
تاسی به زیات خوشاله یاست