نړۍ

د ترکيې هوايي ځواک د شام جيټ الوتکه راغورځولې

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان ويلي چې، د دوی هوايي ځواک د شام هغه جيټ الوتکه راغورځولې چې، د ترکيې هوايي قلمرو ته ننوتې وه.
دا الوتکه په داسې حال کې رانسکوره شوې چې، د شام او ترکيې تر منځ د شامي حکومت او مخالفينو د جګړو پر مهال يې د حکومت پر مخالفينو بمبارد کاو او د ترکيې هوايي قلمرو ته اوښتې وه.
لومړي وزير اردوګان د ترکيې هوايي ځواک ته مبارکي ويلې چې، د ددښمن هغه طياره يې را نسکوره کړه چې، د دوی د هوايي قلمرو سرغړونه يې کړې وه.
اردوګان په خپلو خبرو کې شام ته ګواښ وکړ چې، که بيا يې د ترکيې پر خلاف داسې حرکت وکړ نو د دوی ځواب به تر دې هم سخت وي.
د شام حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې، لکونه شاميان په هيواد کې د جګړو او دربدريو له امله په ترکيې، او يو شمېر نورو هيوادونو کې د مهاجرت سپېرې شپې ورځې تېروي.
په شام کې د حکومت او مخالفينو تر منځ په جګړو او تاوتريخوالاي کې تر اوسه له یولکو زيات کسان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x