
میدان وردګ : پر چغتو ولسوالۍ ډلیز بریدونه شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د میدان وردګ ولايت امنیتي چارواکي وايي: وسلهوالو طالبانو د چغتو ولسوالۍ پر مرکز ډلهییز بریدونه پیل کړي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تېره شپه دولس بجې د چغتو ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید شوی او وروسته جګړه نښتې.
د امنيي په قول دواړو ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبلي اوښتي خو لا يې دقیقه شمېره نه ده څرګنده.
تېره شپه د ميدان وردګو په ګاونډ کې پروت غزنی ولايت هم د ورته پيښي شاهد وو؛ طالبانو د غزني پر شلګر ولسوالۍ هم ورته ډليز او موټر بم بريد کړی چې په وينا يې ولسوالي د دوی لاس ته لوېدلې.
هېره دي نه وي چې تېره شپه د فراه ولايت شېبکوه ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې.