د نن سرلیکنه

د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارې پریکړه له ژورنالیستانو څخه د دفاع په خاطر ده که . . .؟ / سرمقاله

د شنبې په  ورځ له آزادو  رسنیوڅخه د ملاتړ ادارې په یوې خبرې غونډې کې  د وسله والو طالبانو له اړونده  خبرونوسره  د دوو اونیو لپاره  پریکړون اعلان کړ.

د دې ادارې اجرایوي رئیس صدیق الله توحیدي  د خپلې پریکړې د اعلان پرمهال وویل: “په ټول افغانستان کې خبریالان او رسنۍ باید دوه اونۍ  د طالبانو خبرونه تحریم کړي. . . “

یادې ادارې  وروسته تر هغه  د طالبانو له خبرو سره دپریکړون اعلان کړ چې  د تیرې پنجشنبې په ماخوستن  په سرینا هوټل باندې د طالبانو د برید پرمهال  یو افغان خبریال  احمد سردار  له خپلو دوو ماشومانو او میرمنې سره  ووژل شو .

تر کومه ځایه چې خبره  د ولسي خلګو په تیره د ښځو او ماشومانوپه  وژلو پوري تړاو لري نو واقعا چې  د هغوی وژنه  که  د هرچا لخوا او تر هرنوم لاندې وي  د سختې غندنې وړ  ناروا عمل دی.

که واقعا د خبریالانو د ملاتړ ادارې  دغه اقدام  له وژل شوي خبریال څخه  د دفاع  په  غرض  کړی وي  نو یقینا چې  دایې  یو پرځای او مناسب اقدام دی؛ ځکه  په  دې مطبوعاتي تحریم سره هغوی کولای شي په افغانستان کې دجګړې ښکیلې خواوې  تر فشار لاندې ونیسي  چې په راتلونکي کې  د داسې پیښو مرتکب نشي.

خبریالان  د ټولنې  د ترجمانانو  په حیث  د ټولني په منځ کې خپل  مهم حیثیت لري  هغوی  ته په کار دی  چې د یوه بي طرف لوري په توګه  د هرهغه چا پرخلاف موقف ګیري وکړي چې د ټولنی  د افرادو  ژوند او مصالح ګواښي .

خو له خبریالانوڅخه  د ملاتړ د ټولنې  وروستۍ پریکړې ته په کتو سره داسې ښکاري چې  په هغې کې د ژورنالیستانو د دفاع  پرځای  دجګړې د کوم  زورور لوري  د مصالحو  تحفظ ته ډیر ارزښت ورکړل شوی وي.

ځکه که خبره ریښتیاهم د ژورنالیستانو د حقوقو دفاع وي  نو مونږ ولیدل  چې په تیرو ۱۲ کلونوکې دهیواد ډیر مخلص، فعال او مشهور ژورنالیستان د بهرنیو ځواکونو او یاهم دولتي قواو له لوري  په ډیرې بیرحمۍ سره ووژل شول   او بهرنیانویې په وژلو اعتراف هم وکړ چې د بیلګې په توګه   د برتانوي کومانډو ځواکونو لخواپه کندوز کې د سلطان احمد منادي  وژنه،  په کندهارکې د امریکايي ځواکونو لخوا د سي ټي وي په نوم کاناډايي ټلويزيون خبریال جاوېد احمد يازمي وژنه ، په اروزګان کې د بي بي سي خبریال احمد امید خپلواک ، په هلمند کې  د دولت  تر کنټرول لاندې ساحه کې د بي بي سي خبریال  عبدالصمد روحاني وژنه د یادولو وړپیښې دي ، خو  د ژورنالیستانو دملاتړ ټولنې  د دغو ټولو خبریالانو دوژلو  په غبرګون کې یواځې  په تشه  غندنه  بسنه وکړه  او کله یې هم  دهغوی په وړاندې داشان  قاطعانه پریکړون  اعلان  نه کړ .

حال داچې  د احمد سردار   د وژنې او د دغو خبریالانو د وژنې  ترمنځ  ښکاره  توپیر دی او هغه داچې  هیڅ بي پرې اسناد څوک نشي وړاندې کولای  چې له مخه  یې  دطالب برید ګرو په لاس  د احمد سردار  وژل ثابت کړي، خو د نورو وژل شویو خبریالانو په وژلو باندې خپله بهرنيو ځواکونه اعتراف کړي .

نن ټکی آسیا دیوې بي پرې رسنۍ په توګه   په داسې  حال کې  چې له مسلکي او اخلاقي پلوه  دوژل شوي خبریال احمد سردار او د هغه د ماشومانو او میرمني  په ویرجنې پیښې ځان  ویرجن   او د دغه ویر له  کبله  د هغه دردمنې کورنۍ ته خپل  د تسلیت  مراتب وړاندې کوي  د ژورنالیستانو دملاتړ له ټولنې څخه  په درناوی سره   هیله کوي   چې  دخپلو مسلکي  ملګرو  د ساتنې او حفاظت په غرض  په داسې  لانجوکې  ځان ښکیل نه کړي  چې  هغه د دوی د مسلکي  مسؤلیت تر ساحې  وتلې موضوعات  وي  او د خبریالانو ژوند په  خطر کې  اچوي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x