برګډال: له پوځي اډې نه مې تېښته کړې وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو له بند ازاد شوي امریکايي پوځي تېره ورځ په امریکا کې محکمې ته منلې ده، چې له پوځي اډې نه وتلی و او تېښته یې کړې وه.
بو برګډال محکمې ته هغه تورونه ومنل، چې له پوځي اډې وتلی و او خپل ملګري یې خطر کې اچولي وو او د «دښمن»پر وړاندې یې غیر مسلکي چلند کړی و.
په ۲۰۰۹ز کال کې امریکايي پوځي «بو برګډال» په پکتیکا ولایت کې له پوځي اډې وتلی و، چې وروسته د طالبانو لاسته ولوېده.
د پنځه کلن بند وروسته طالبانو امریکايي پوځي د پنځو طالب مشرانو په بدل کې ازاد کړ.
د امریکا له قوانینو سره سم، د پوځ څخه سرغړونکو لپاره عمري بند سزا ټاکل شوې ده.
امریکا په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د خپل پوځي لپاره د جګړې د مهم لوري سره تبادله وکړه او بدل کې یې پنځه طالب مشران د ګوانتامو له زندان نه ازاد کړل.
د امریکا په مخکېني ولسمشر بارک اوباما د دې لامله سختې نیوکې وشوې، چې د یو پوځي په بدل کې یې پنځه طالب مشران ازاد کړل.
د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د برګډال د تبادلې په وجه سختې نیوکې کړې وې او پر اوباما یې د «ملي خیانت» تور لګولی و.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د