
د الله تعالی د ویري څخه د ژړا بېل حالات !
لیکنه : احمدجنید مبارز
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : کوم زړه چي د الله تعالی له ویري څخه ورپیږي دده ګناهونه داسي رژیږي لکه د درختي څخه چي پاڼي رژیږي.
بل ځای فرمایي : څوک چي د الله تعالی له ویري څخه وژاړي د هغه کس دوږخ ته تلل داسي مشکل دی لکه شیدې چي د تیو څخه راووزي بیا یې بیرته په تیو ننوتل مشکل وي.
عائشې رضي الله عنها یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي ایا ستا په امت کي داسي څوک سته چي بې حسابه او بې کتابه جنت ته ولاړ سي؟!
نبي علیه السلام وفرمایل : هو! سته هغه څوک دی چي خپل ګناهونه یادوي او ژاړي.
بل ځای نبي علیه السلام فرمایي : الله تعالی ته دوه څاڅکي ډېر خوښ دي یو د اوښکي څاڅکی دی چي د الله تعالی د ویري څخه توی سي او دوهم د وینو څاڅکی دی چي د الله تعالی په لاره کي توی سي.
بل ځای فرمایي : چي اووه کسان به د عرش تر سیوري لاندي ناست وي یو هغه کس دی چي په یوازي والي کي د الله د ویري څخه یې اوښکي توییږي.
ابوبکر رضي الله عنه فرمایي : چاته چي ژړا ورځي، ودي ژاړي، که ژړا نه ورځي نو د ژړا چم دي وکړي.
محمد بن منکدر رحمه الله چي به کله ژړل نو اوښکي به یې پر مخ او ږیره تویېدلې او ویل به یې چي ماته دا روایت را رسېدلی دی چي د دوږخ اور به هغه ځای ته نه رسیږي چي د الله د ویري په اوښکو لوند سوی وي.
د ثابت بناني رحمه الله سترګي خوږ سوې، یوه طبیب ورته وویل چي د یوې خبري وعده وکړه سترګي به دي ښې سي هغه وعده داده چي مه ژاړه، ده مبارک ورته وویل : په هغه سترګو کي خیر نسته چي نه ژاړي.
(فضائل اعمال قصص الصحابه صـ ۴۳_۴۴)
#یادونه : ګرانو دوستانو ! راسئ چي د خپلو ګناهونو د معافېدا او د الله د ویري په خاطر او د الله سره د عشق پر بنیاد هغه جل جلاله ته وژاړو، زارۍ ورته وکړو، که ژړا نه راځي د ژړا چم خو به وکړو؛ الله دي لومړۍ زما زړه او بیا ستا محترم لوستونکي زړه نرم او ژړغونۍ کړي چي هر ځل الله ته وژاړو.
دیره په زره پوری او دعبرت نه دکی ویناوی واقعا شکلی موضوعات دی ستاسو دا کرنی دستایلو ور دی بریالی اوسی