په ننګرهار کې کلنۍ تبلیغي اجتماع جوړیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د افغانستان په کچه درې ورځنۍ تبلیغي اجتماع جوړیږي.

ټاکل شوې چې دغه لویه کلنۍ اجتماع د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د «چکنوریو» په مرکز کې د تلې میاشتې پر ۲۷، ۲۸، او ۲۹ جوړه شي.

په افغانستان کې هر کال د تبلیغ لپاره اجتماعي غونډې جوړېږي، چې ډېری وخت په پلازمېنه کابل او ننګرهار کې وي.

د ننګرهار امنیتي چارواکو ویلي، چې راتلونکې اجتماع لپاره بشپړ تیاری لري او د امنیتي ستونزو د مخنیوي، د ترافیکي ستونزو د حل او د ښاروالۍ اړوند اسانتیاوو د برابرو ډاډ ورکړی دی.

په ننګرهار کې تبلیغي اجتماع د جلال اباد ښار په چکنوریو سیمه کې جوړېږي، چې د زرګونه خلکو د ځای پرځای کولو ظرفیت لري او ټاکل شوې چې د ګاونډي هېوادونو تبلیغیان به هم په کې ګډون وکړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.