ننګرهار: حصارک کې بهرنيو ځواکونو ۵ ولسي وګړي وژلي – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶):د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ په دوآب سيمه کې بهرنيو ځواکونو شپنۍ چاپې وهلي او ملکي خلګو ته يې د دروند مالي زيان سربېره ځاني زيان هم اړولی.

د دوآب سيمي پنځه تنه عام کليوال د بهرنيو ځواکونو له لوري وژل شوي ، يو تن يې له ځان سره وړی.

د سيمي اوسېدونکي وايي بهرنيو ځواکونو ځيني کورنه نړولي او له ډيرو يې مالي او قيمتي شیان چور کړي.

د يادوني ده چې تېره ورځ هم د ياد ولايت په پيچراګام ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د دوو کورنيو لس تنه ووژل.

که څه هم امنيه قومنداني د يادو دواړو پېښو اړوند ناخبري ښيي خو نن ټکي اسيا ته ځايي سرچينو د دواړو پېښو تائيد کړی.

د ګډو ځواکونو له لوري عام اولس ته د مرګ ژوبلي اوښتو کچه ورځ تر بلي په زياتېدو ده ، د شنونکو په اند همدا د افغانستان په اړه د امريکا د نوي ستراتيژۍ ثمره ده.

هېره دي نه وي چې پرون هم د هلمند ولایت د نادعلي او مرجې ولسوالیو تر منځ په ګروپ شش سیمه کي امریکایي بې پيلوټه الوتکي د عامو کلیوالو پر موټر برید وکړ.

۵ تنه عام وګړي د برید په پایله کې ووژل شول چې له جملې یې ۲ نارینه،۲ ښځي او یو ماشوم وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د