د ګردیز په جګړه کې د امنيه قومندان په شمول ۱۵ کسان وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): نن سهار شاوخوا ۹ بجې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې پر امنيه قومندانۍ او د پوليسو پر کنډک د طالبانو له لوري تر چاودنو وروسته ډله ییز بريدونه وشوه، چې له امله یې د امنیتي سرچینو په وینا د قومندان امنیه «توریالي عبدیاني» په شمول ۱۵ کسه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې ددغه برید مسؤولیت یې پر غاړه اخیستی دی، وايي چې جګړه لا روانه ده.

د پکتیا ولایت د عامي روغتیا ریاست رسنیو ته ویلي چې تر اوسه ورته د ۱۵ کسانو جسدونه او ۱۶۰ ټپیان رسیدلي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند هم رسنیو ته د مل پاسوال توریالي عبدیاني د وژني خبر تائید کړی. نوموړی تر دې وړاندي د فراه ولايت امنيه قومندان وو.

ذبيح الله مجاهد د طالبانو وياند پر خپل ټويټر پاڼي ليکلي چې د دوی سرتيرو بريدګرو د امنيه قومندانۍ په داخل کې خپل هدف تر لاسه کړی او له قومندانۍ څخه دباندي د راغلو ځواکونو سره په جګړه بوخت.

د ده په وينا په قومندانۍ او کنډک کې شامل ۴۵۰ پوليس د سرتیرو بريدګرو تر ګزار لاندي دي.

پېښه ادامه لري، نور معلومات به یې وروسته تر لاسه او خپاره شي..

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د