نظــر

بلواکه رسنۍ!

د نوي لمریز کال له پیل سره په سرینا هوټل برید پای ته ورسید، دا بريد د طالبانو په ټوله دیارلسه کلنه جګړه کې ښايي تر ټولو په مهم وخت کې شوی وي. په دې بريد سره د ناټو والو هغه ادعاوې چې ګواکې دوی مات نه دي، بلکې تر شا يې په افغانستان کې پوره، زورور او پرځان متکي نظام پرېښود او همدارنګه په هېواد کې د بلواک رژيم هغه دعوې چې ګواکې د نوروز د امنیت پر مؤخه او د ټاکنو د ارامې فضا لپاره، دوی پوره څلورلکه عسکر تیا سر سپارلي لري. ټولې له خارو سره خاورې کړلې او ويې ښوودله چې طالبان که هرځای وغواړي د الله ج په مرسته همالته عملیات کولای شي.

مګر د سرینا په برید کې د سرداراحمد په نامه د فرانس پریس یو خبريال له خپلې کورنۍ سره هم ووژل شو،دا بده پېښه ده، که څه هم د دې په اړه سړي ته زر پوښتنې رامختې کېږي، چې د سرداراحمد په نوم دې شخص ولې د خپلې کورنۍ د تفریح لپاره په داسې حساسو شرایطو کې سریناټاکلی و؟ په داسې حال کې چې د سرینا وضعیت هرچاته مالوم دی، د سرینا د بدرنګۍ تر دې بل ښه ثبوت څه کېدای شي، چې تر دروازې پورې درې امنیتي کمر بندونه او امنيتي کمرې شته. تاسې د ښار په نورو عادي یاهم ډېرو لوکسو هوټلو کې دومره امنيتي تدابیرليدلي دي؟ دا پخپله دامانالري، چې داځای د هغو اشخاصو لپاره دی،چې پر همدومره امنیت ارزي، اوپه داسې ځایونو شېبه په شېبه د طالبانو د بريد امکان شته.
په هرحال د سرداراحمد دماشومانو وژنه دردمنه ده، که څه هم د ده او دمېرمنې مرګ يې دومره زړه نه خوږوي، خو جالبه داده چې د رسنیو مسوولینو د دوو اونیو لپاره د طالبانو د خبرونو په خپرولو بنديز ولګاوه!!!
دا ښکاره خبره ده چې رسنیو دا هوډ په خپل واک نه دی کړی، ځکه که خبريالان او ژورنالیستان ځانونه رښتیا هم دیوې کورنۍ غړي بولي، نو بيا خو يې کلونه وړاندې باید دهغو خبريالونو په وژنه هم د وژونکو د خبرونو د خپرولو بندیز اعلان کړی وای،چې ناټو والو يې په ښکاره د وژنې مسوولیت ومانه. بله دا چې ډېره د تامل وړ خبره پکې داده  چې ولې دابنديز د دوو اونیو لپاره؟؟؟
ښکاره خبره ده چې که چېرته رسنیو پخپله دا تصمیم نيولی وای، نو بیا خبره دوو اونیو ته نه رسېده، که بېخې ډېر وخت وای، ښايي درې ورځې وای. مګر دا چې په داسې حساسو شرایطو کې دوه اوونۍ خبري بندیز اعلانېږي، جوته ده چې یواځې د ټاکنو په نامه د راتلونکې ډرامې د بې  شمېره شرمونو د پټولو په خاطر، ځکه چې طالبان چې څه ووايي هغه کوي هم. او دا يې ثابته کړې هم ده، نو ګوډاګي رژیم د همدې ويرې اوشرم په خاطر خپلو ضمیر پلورو خبريالانو ته په غوږ کې وويل چې باید دوه اوونۍ له طالبانو سره مخه ښه وکړي، که نه دوی بيا پروژې نه ورکوي او چې پروژه نه وي ډالر نه به وي اوچې ډالر نه وي نو دا د انسان په قواره کې نغښتي سپي بیا نشي غپېدلای!
که څه هم تراوسه پورې طالبان د رسنیوپوچو تبلیغاتو ته دومره اهمیت نه ورکوي، ځکه رسینو تل سرچپه تبلیغات کړي دي، خو دې کړنې يې داثابته کړه، چې دوی او دولت په عین دریځ کې دي.
د رسنیو بلواکه ضمیرپلورو مسوولینو په دې کار ښايي لاندې زیانونه وکړې:
1.     خپله بلواکي يې رسماً ثابته کړه.
2.    د طالبانو په وړاندې مخالف دریځ نیول، ځکه چې په هوټل کې که خبریال د هرچا په ډزو کې وژل شوی ، خو قصدي عمل نه و، او دوی بندیز قصدي اعلانوي.
3.    په اطراف کې خبريالانو ته بې شمېره ستونزې پیداکول.
4.    د ولس او رسنیو ترمنځ صفر باور، د منفي لایتناهي پرخوا بیايي.
5.    دسیمه ایزو طالبانو له خوا سیمه ایزو ژورنالیستانو ته ممکن د مرګ ګواښ.
6.    د ټاکنو په حساسو شېبو کې، رايو په مرکزونو کې د خبريالانو په نښه کېدل.
دا پورته زیانونه (ممکنه تصور) دی، ښايي په عملي کېدو کې يې هم داطراف طالبان دریغ ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x