اشرف غني د ناټو یوه جنرال ته د «غازي میربچه خان» دولتي مډال ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): ولسمشر اشرف غني نن د سه شنبې په ورځ په ولسمشریزه ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ د ښونیزو چارومرستیال ډګر جنرال روساریو کستیلانو ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړ.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا د نوموړي د «مخه ښې» مراسم وه، چې په کښي د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د اشرف غني فرمان ولوست.

په فرمان کې د یاد جنرال څخه مننه شوې چې د خپل دندې پر مهال یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي دي.

په ځواب کې د ناټو د ښونیزو چارو د قومندانۍ مرستیال ډګرجنرال روساریو کستیلانو د دغه مډال له اخیستو وروسته، په افغانستان کې پرخپل ماموریت خوښي وښوده، وې ویل، زه به د افغانستان د خلکو قدر او عزت او هغه خاطرې چې له دې ځایه یې لرم، هیرې نه کړم.

باید وویل شي چې اشرف غني ددې تر مخه هم د امریکا او ناټو جنرالانو ته د افغانستان دولتي عالي مډالونه ورکړي دي چې د عامو افغانانو له لوري تل په غندنې بدرګه شوي او پر نوموړي سختې نیوکې شوي دي.

ځینو افغان فعالانو لیکلي چې اشرف غني هغه چا ته مډالونه ورکوي چې زمونږ پر ملکي او پوځي افغانانو بمبارونه کوي او په بېرحمۍ یې وژني خو نوموړی یې په وړاندي هیڅ عکس العمل نه ښيي، خو مډالونه ورکوي.

د فیسبوک په ارګ پاڼه کې ځیني تبصرې چې د خبر تر نشر سمدستي وروسته شوي، په لاندي ډول دي:

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masim
میلمه
masim

دا مهم نده چه څوک دی او څوک چه ته مډال ورکوی ټولو کی مهم دا ده چه څوک نیک کار کوی هغه ته مډال ورکول کیږی مونږ چه ګورو زمونږ مشرانو څه کارونه وو چه د ملت په حق کی یی ونه کړه نمایشی او فیسبوکی کارونه ډیر تر سترګو کیږی او هم ایتلافونه ورځ تر بل زیاتیږ مګر د خلکو او د وطن د خلاصون لاریی دپاره څوک کار نه کوی