نظــر

له ګوره د درې کلنې مقتولې ليک سرداراحمد ته!

سرداره!
ته خبر نه وي چي ستا بادار مونږ ووژلو ؟؟
مونږ یي د مورجاني په غیږ کي ووژلو، مونږ ته ستا بادار امر کړی و، چي د طالب مرسته مه کوئ!

مونږ د طالب مرسته هم پریښوده، هغه طالب چي زمونږ پت یي ساته ستا د بادار له ویري مونږ له دسترخوانه پاڅاوه، خو ستا ظالم بادار بیا هم ووژلو.

سردارجانه!
ته ما ولیدې چي یو کارت دي پر غاړه را ځوړند وو، کامره دي پر اوږه وه خو ستا په څیر ستا د کامرې سترګې هم ړندې وي، ته ډیر ښکته پورته شوې خو ستا بادار اجازه در نه کړه، نه رښتیا را یاد شول تا زمونږ څخه پر مونږ پرته شلیدلي کمپل لري کړه، تندی دي ګونج کړ، پوزه دي زر ونیوه او زمونږ له خړو جسدونو څخه دي یو انځور هم واخیست، مګر هغه انځور بیا ستاسو تر الماریو قلف پاته شو.مونږ هم د دي وطن بچي وو، ملامت هم نه وو، ستا د بادار امر مو هم منلی وو.
مونږ بیا هم ګیله نه کوو ځکه چي مونږ غریبانان و، مونږ لینډکروزر نه درلود، مونږ اپارتمان نه درلود، سرینا خو څه کوې مونږ په کور کي هم د ډوډۍ خوړلو وس نه درلود، مونږ له چایو سره ډوډۍ وخوړه او ویده شو، مګر تا خو پلاو او کباب وخوړ، بچي دي ماړه کړه.
تاته طالب هم په بار، بار ویلی وه چي د دوی ترڅنګ مه ګرځه، خو تا نه منله.
هغه مهال چي مونږ د ژوند آخري سلګۍ وهلې او تا خپله نیکتایي سموله، د بادار تر خوا دي ولاړ وي او پوزه دي په دسمال کلکه نیولي وه ماته دا شعر رایاد شو.

په ما راغلی وخت به خدای پر تا راولي
چي ماشومان دي خړ تورخم ته په ژړا راولي

خو یوه خبره مي واوره سردارجانه.
هغه زمونږ پر سر اخیستي ډالر هم درسره یوسه ګوره.!!!!

له ګوره، ستاد بادار درې کلنه مقتوله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x