اشرف غني لومړی هند بیا پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): افغانستان ته په رسمي سفر راغلی د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دووال تېره ورځ د اشرف غني سره د لیدنې پر مهال هغه ته د هند د سفر بلنه ورکړې چې اشرف غني منلې او ټاکل شوې چې لومړی هندوستان ته سفر وکړي.

ددې تر مخه د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه بلنه ورکړې چې اسلام اباد ته سفر وکړي، هغه هم ویل کیدل چې اشرف غني يې بلنه منلې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د خپلې ښځې «رولا غني» په ګډون پاکستان ته سفر وکړي.

د راپورونو سره سم ګډحکومت ته نیژدو سرچینو ویلي، که څه هم پاکستان اشرف غني ته لومړی د سفر بلنه ورکړې خو نوموړي ټاکلې چې لومړی به هندوستان ته سفر کوي او بیا به پاکستان ته ځي. خو تر اوسه پوري په رسمي ډول د سفر د مهالویش په اړه د ارګ له لوري څه نه دي ویل شوي.

باید وویل شي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ټرمپ ستراتیژي ځکه هم وغندله چې غواړي په افغانستان کې هندوستان ته زیات رول ورکړي، پاکستان د هندوستان پر زیات رول ټینګې نیوکې وکړې او وې ویل چې دغه چاره به په سیمه کې نور هم امنیت تاوان وکړي.

بلخوا اشرف غني او اجیت دووال د تیرې ورځې په ناسته کې د امریکا ستراتیژي د سیمې د سولې او ثبات لپاره ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې له دې فرصت څخه دې د سیمې د سولې او ثبات په خاطر ګټه پورته شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.