د امریکا بې پېلوټې الوتکې په کُرمه ایجنسۍ کې ۲۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمې کُرمه ایجنسۍ د امریکا بې پېلوټه الوتکو برید کړی، چې له امله یې د پاکستاني رسنیو په وینا د «حقاني شبکې» تر شل زیات جنګیالي وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په وینا ځايي خلکو او چارواکو ورته ویلي، چې د کُرمې ایجنسۍ اړوند سیمه کې تېره ورځ دوشنبه ناوخته پر یوه کور بمبار وشو، چې له امله یې په لومړني بمبار کې پنځه کسان ووژل شول او بیا چې کله خلک د بمبار په ځای کې را ټول شول، په دوهم ځلې بمبار کې تر شل زیات کسان ووژل شول.

د کرمې ایجنسۍ امنیتي چارواکي وايي، چې برید د حقاني شبکې د یوه قومندان «ابوبکر» پر کور شوی او د برید په پایله کې کور په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

په کُرمه ایجنسۍ کې دا هوايي برید داسې مهال کېږي، چې امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې پر پاکستان فشار راوړی چې د طالبانو پر ضد عملیات نور هم زیات کړي.

شپږ ورځې وړاندې په کُرمه ایجنسۍ کې پاکستانیو ځواکونو د طالبانو له منګولو امریکايي او کاناډايي خبریالان ازاد کړل.

طالبانو د ننني برید په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغان دولت، امریکا او ملګري یې ادعا کوي، چې د دوی مخالف وسله‌وال په پاکستان کې مېشت دي؛ خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.