افغانستان

ننګرهار: کامه کې قلم راډیو پر بمونو والوځول شوه

د ننګرهار په کامه ولسوالي دقلم پرنامه شخصي راډیو چې سږ کال یې په خپرونو پیل کړی و، تېره شپه د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بمونو والوځول شوه.

د یادې سيمه ایزې راډيو مسوول انعام الله میاخېل وايي، چې د راډیو له ودانۍ پرته يې يواځې پر وسایلو پنځه ویشت زره امریکايي ډالره مصرف شوي و. د میاخېل په وینا تېره شپه ناپېژانده وسله وال راډیو دفتر ته ورغلل او د ودانۍ په بېلابېلو برخو کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړل او وروسته يې چاودنه ورکړه.

یادې راډیو هره ورځ له غرمې وروسته څلور ساعته له دوو بجو تر شپږو بجو خپرونې کولې، چې په خپرونو کې يې ديني، سياسي، فرهنګي، ټولنيز او تفریحي مالومات خپرول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x