افغانستانخبرونه

ننګرهار کې لس داعشیان حکومت ته تسلیم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، د داعش ډلې لس جنګیاليو له جګړې لاس اخیستی او دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره، په دغو لسو جنګیالیو کې د دې ډلې یو قومندان نیازګل هم شامل دی او له ځانونو سره یې سپکې او درنې وسلې هم امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړي دي.

د ده په خبره، دغو تسلیم شویو په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوله.

د تسلیم شویو جنګیالیو قومندان نیازګل ویلي، د داعش ډلې مشرانو چې څه ورته ویلي وو، هغسې نه وو او پر نورو لارو روان وو.

د ننګرهار ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه داعشي وسله وال د ملي امنیت په هڅو د دولت سره یو ځای شول.

داعش ډله درې کاله وړاندې په ننګرهار کې را پیدا شوه او په اړه یې څو ورځې وړاندي پخواني ولسمشر حامد کرزي پر امریکا تور پوري کړ چې په غرونو کې کلابنده داعشیانو ته د الوتکو په مټ وسلې او نور وسایل ور رسوي.

د نوموړي تر مخه د ولسي جرګې ځینو غړو او پخوانیو دولتي جګپوړو چارواکو پر امریکا او د ملي امنیت پر شورا تور پوري کړی چې د داعش ملاتړ کوي تر څو له یوه اړخه طالبان کمزوری کړي او له بله اړخه په سیمه کې جګړې ته مشروعیت ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x