افغانستانخبرونه

روغتیا نړیواله اداره: افغانستان کې هر کال ۱۷۰۰ ښځې د سینې سرطان له امله مري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): «WHO» یا د روغتیا نړیواله اداره وايي، په افغانستان کې هر کال ۱۷۰۰ ښځې یوازې د سینې د سرطان له امله مري.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د افغانستان برخې مشر ډاکټر ریچارټ پیپر کورن وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې هر کال سلګونه ښځې پکې د سینې د سرطان له امله مري.

دی وايي، سږکال یې ۳۵۰۰ پېښې د سینې د سرطان ثبت کړي، چې د مجهزو روغتونونو د نشتوالي او د افغانانو د کمزوري اقتصاد له امله زیاتې ښځې مري او سمه درملنه یې نه کېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د سر شمېرنو له مخې، اټکل کېږي چې اوسمهال ۱۵زره ښځې په افغانستان کې د سینې په سرطان اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیواله اداره وايي، د کابل په ګډون یې په ننګرهار، کندهار، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، چې ښځې د سینې د سرطان په لاملونو وپوهوي.

د سینې سرطان یوازې په افغانستان کې نه دی، بلکې د نړۍ په پرمختللیو هېوادونو کې هم دغه ناروغي ورځ تر بلې ډېریږي، چې د روغتیا نړیواله اداره یې اندېښمنه کړې ده.

امریکا او نړیوالو مرستندویه هېوادونو په تېرو شپاړس کلونو کې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې؛ خو په افغانستان کې د پراخ اداري فساد، بیوکراسۍ او د حکومتي څار د نشتوالي له امله تراوسه افغانان د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم بهرنیو هېوادونه ته ځي.

د تېرو کلونو د سر شمېرنو له مخې، افغانان هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې په خپله روغتیا لګوي، چې دغه شمېره د نړۍ په کچه لومړۍ ده.

اوسمهال په افغانستان کې د نړۍ په کچه څه؛ ان د سیمې په کچه هم مجهز روغتون او متخصص ډاکټران نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x