نظــر

د طالبانو د خبرونو په نشرولو باندې بندیز ولې ولګید؟؟!!

څه وخت مخکې طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې له ټولو هیوادوالو څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو(!) کې برخه وانخلي او له دیني علماؤ، سپین روبو او مخورو څخه یې کلکه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو مرکزونه په عامه المنفعه ځایونو کې لکه کلینیکونه، مکتبونه او داسې نور… کې پرنیږدي او ټولو هیوادوالو ته یې خبردارئ ورکړ چې د ټاکنو له مرکزونو څخه ځان لیرې وساتي ځکه چې دوی کلک هوډ کړی دی چې تش په نوم ټولټاکنې ګډې وډې کړي او که بیا چا ته د سر او مال زیان واوښت نو مسؤولیت به یې په خپله غاړه وي.

د طالبانو د دغه اعلاميې په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د خپل عادت له مخې د طالبانو ګواښ تبلیغاتي جګړه وبلله او زیاته یې کړه چې افغان حکوت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره بشپړ امنیت نیولی دی او څه د پاسه ۴۰۰۰۰۰ ځواکونه یې په دندو ګمارلي دي ترڅو چې هیوادوال په بشپړه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي، همغه ؤ چې طالبانو د تیر په څیر خپلې اعلامیې ته عملي بڼه ورکړه: د ننګرهار په شاهي ماڼۍ او د سرینا هوټل بریدونه یې ښه بیلګه ده چې تر ټولو مهم یې د سرینا هوټل برید وو، چې د تیر کال په وروستۍ شپه او د نوی کال په لومړۍ شپه باندې د کابل په یوه ډیره خوندي سیمه کې سرینا هوټل چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په لږ واټن کې پروت دی د تندریزو بریدونو ښکار شو، دا هغه هوټل دی چې د هیواد په سطحه شهرت لری او په زیاته پیمانه خارجيان او د حکومت لوړ پوړي چارواکي پکې ډیر تګ او راتګ کوي او کله نا کله مهمې غونډې هم په نوموړی هوټل کې ترسره کوي، د خبري رسنيو له خولې چې څلورسرتیري بریدکوونکي چې تمانچې یې په ډیر تکتیک سره له ځان سره نوموړی هوټل ته د ننوتلو په وخت کې له ځان سره وړې وې او بیا یې په هوټل کې په ناستو خلکو باندې ناتاره ډزې پيل کړې چې جګړې تقریبا دوه نیم ساعته دوام وکړ او په نتیجه کې یې د یو افغان خبریال او د هغه د میرمنې او ماشومانو په شمول نهه کسان ووژل شول پداسې حال کې چې ماشومان هر یو شل شل مرمۍ ویشتل شوي دي.

دا چې د کورنیو چارو وزارت هر وخت باټې کوي چې د طالبانو ګواښونه هسې یوه تبلیغاتي جګړه ده او هیڅ عملي بڼه نه لري نو کله چې طالبانو خپل ګواښ ته د عمل جامه ور واغستله او ټولو ته یې څرګنده کړه چې په سرینا هوټل سربیره دوی په هرڅومره خوندي ځایونو چې وغواړي بریدونه ترسره کولی شي چې تر ټولو ښې بیلګې یې د سې آي اې او ولسمشرۍ ماڼۍ دوه مهم بریدونه ؤ چې د طالبانو له لوری ترسره شول.

کله چې طالبانو په سرینا هوټل د ۴۰۰۰۰۰ لکه ځواکونو په موجودیت کې داسې تندریز برید ترسره کړ چې له افغان حکومت(!) څخه یې لاره ورکه کړه او د صدیقي هغې باټې چې ویل یې بشپړ امنیت مو نیولی دی له خاورو سره خاروې کړلې، همغه ؤ چې په سرینا هوټل باندې برید پای ته ورسید، نو خارجی او داخلي ځواکونو د خپل عادت له مخې چې څرنګه وکولای شی خپله ماته پټه کړي او ځان ته د خاورې پوزه جوړه کړي نو یې د سردار احمد خبریال او د هغه میرمن او بې ګناه معصومو ماشومانو باندې د خپلو ټوپکو شپیلۍ ور واړولې چې په خاصه توګه یې ماشومان غلبیل غلبیل کړل ترڅو چې خپله ماته پټه کړي او بل دا چې هیوداوالو ته وښي چې طالبان هر وخت ماشومان او ښځې وژني ترڅو که وکولای شی چې د طالبانو او افغان باغیرته ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.

دا چې اوس په خبري رسنیو کې ګونګوسې اوریدل کیږي چې د طالبانو د خبرونو په نشرولو باندې په ټول هیواد کې د (۱۵) پنځلسو ورځو لپاره بندیز لګیدلی دی ځکه چې دوی هر وخت ملکي وګړي او په خاصه توګه خبریالان په نښه کوي،  دلته سوال پیداکیږی چې طالبانو د دولسو کلونو په اوږدو کې افغان حکومت ته تر دې ډیر زیات مالي او ځاني تلفات اړولي دي هغه د چا خبره چې د سرینا هوټل برید ورته نصوار هم نه دی نو بیا یې ولې په دغه حساس وخت کې چې ټاکنو ته هم د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي بندیز ورباندې ولګاو؟! دا ځکه چې صدیق صدیقي باټې کولې چې طالبان به هیڅکله ټاکنې ګډې وډې نه کړي او په دروغجنو وعدو سره یې هیوادوالو ته بازي ورکوله چې امنیتي تدابیر یې په بشپړ ډول نیولی دی خو کله چې ورته ثابته شوه چې طالبان تر سر تیر دي او هر قسم بریدونه چې په هر ځای باندې وغواړي ترسره کولی شی، نو یې دا غنیمت وګڼله چې د طالبانو خبرونه نشر نه کړي ځکه یو خو به ټاکنې ترسره شی او څوک به پدې سره خبر نشي چې طالبانو ټاکنې ګډوډې کړې او بله دا چې د سردار احمد کورنۍ او نورو ساده لوحو هیوادوالو ته دا وښي چې مونږ په رښتیا سره د سردار احمد په غم غمجن یو ځکه خو مو د طالبانو په خبرونو باندې بندیز ولګاو، پداسې حال کې چې سردار احمد او د هغه میرمن او معصوم ماشومان د همدغه وحشی جنایتکارانو له لوری ووژل شول، او بیا یې په طالبانو باندې لاس پاک کړ چې د دوی سرتیرو بي ګناه ملکي وګړي وژلي دي او په خاصه توګه ماشومان یې شل شل مرمۍ ویشتلي دي، هر څه به ورسره ومنو خو د ماشومانو خبره د منلو وړ نه ده، څوک چې عقل نه بلکې شعور هم ولری دا خبره نه مني ځکه چې برید کوونکو ولې نور خلک نه ویشتل پداسې حال کې چې له دوی سره څلویښت مرمۍ وې او یوازې ماشومان یې وویشتل؟! بله دا چې ماشومانو خو دوی ته هیڅ قسم زیان نه شوای رسولی چې دوی دومره ویره ورڅخه لرله چې د ډیرې غوسې له وجهې یې شل شل مرمۍ وویشتل؟! بله دا چې د سردار احمد خواښې په یو غږیز پیغام کې ازادی راډیو ته وویل: زما هر یو لمسۍ یې شل شل مرمۍ ویشتلی دی د هر یو د سر ماغزه او زړونه راوتلي دی بلکې ټول بدنونه یې سوري سوري دي، پداسې حال کې چې له برید کوونکو سره تمانچې وې او د تمانچې مرمۍ خو دومره وړه وي چې یو کس سل ډزه هم پرې وولې پته یې نه لګیږي چې څو مرمۍ لګیدلی دی او نه یې بدن دومره ټوټې ټوټې کیږی چې زړه او د سر ماغزه یې یې راووځي نو دا به څوک ثابته کړي چې سردار احمد او د هغه میرمن او معصوم ماشومان طالبانو وژلي دي؟!

آیا د طالبانو د خبرونو نه نشرول به په طالبانو کوم منفی اغیز وکړی؟! نه، هیڅکله به طالبان پدې سره کمزوري نه شي ځکه چې دوی کوم وخت د طالبانو دقیق خبرونه نشر کړیدي چې اوس وايي نه یې نشروو که یې نشر کړي او که یې نشر نه کړي طالبان خپلو عملیاتو ته کش ورکوي او خپل رسمی ویب سایټ لري چې په وخت او دقیق خبرونه نشروي، ان شاءالله چې طالبان به داسې عملیات ترسره کړي چې دوی به خپل پنځلس ورځنۍ پریکړه ماته کړي.

احمد الله سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x