افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې بریدونه په سږ کال کې تر ټولو خونړي وبلل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د افغانستان د کورنیو چارو وزرات مرستیال جنرال مراد علي مراد رسنیو ته وویل چې نن د سې شنبې په ورځ په پکتیا او غزني کې د طالبانو په بریدونو کې ۷۱ کسان ووژل شول.

نوموړي په کابل کې یوه مطبوعاتي کانفرانس ته وویل چې د نن ورځي بریدونه په روان کال کې تر ټولو خونړي وو.

مراد علي وویل چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د نن ورځې په چاودنو او جګړه کې لږ تر لږه ۴۱ تنه ووژل شول چې په هغو کې یې ۲۱ تنه پولیس او پاته ملکیان وه. او زیاته کړه چې د پولیسو پر مرکز باندي د دوه سرتیرو چاودنو او جګړې له امله ۴۸ تنه پولیس او ۱۱۰ ملکیان ټپيان هم شول.

د ولایت امنیه قومندان جنرال توریالی عبدیاني هم په وژل شویو کې وشمېرل شو.

جنرال مراد وویل چې په غزني ولایت کې هم د طالبانو په برید کې ۲۵ پولیس او ۵ ملکیان ووژل شول، د ۵ ملکیانو په ګډون ۱۵ تنه پولیس ووژل شول.

نوموړي وویل چې د درنې مرګ ژوبلې سربېره د افغانستان دولتي ځواکونه د «تروریستانو» پر ضد جګړې ته ادامه ورکوي او د هغوی تر خاتمې پورې به دا جګړه ادامه ولري.

بلخوا د پکتیا پولیسو د ځانګړي قطعې قومندان غورځنګ رسنیو ته وویل چې د بریدګرو شمېر ۷ تنه وو، دوی لومړی په مازدا ډوله موټر او «همفي» باندي چاودنې وکړې او پاتو کسانو یې په ودانۍ کې د موجوده عسکرو سره وجګړه وکړه.

طالبانو د پکتیا د پيښې په اړه په خپل وروستي راپور کې وویل چې د امنیه قومندان په ګډون په دغه جګړه کې تر ۱۰۰ زیات لوړ رتبه عسکر او پولیس مړه او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د راپور سره سم ددوی سرتیرو د جګړې پر مهال پر هغې ځانګړې قطعې هم یوه تاکتیکي چاودنه وکړه کوم چې سیمې ته راغلي وه او غوښتل یې تر څو جګړه مهار کړي، چې له امله یې د دوی په وینا د ځانګړې قطعې ۳۳ تنه عسکر هم ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

ذبیح الله مجاهد په برید کې د ګډون کوونکو جنګیالیو په حواله ویلي چې دوی د امنیه قومندانۍ او نظم عامه کنډک صحن ته دننه ننوتلي او هلته یې شاوخوا ۴۰ تنه عسکر او پولیس وژلي دي.

د طالبانو وروستي بریدونه د پخواني او اوسني ولسمشر حامد کرزي او اشرف غني په شمول د اجرائیه رئیس او جګپوړو چارواکو له لوري په کلکو ټکو غندل شوي دي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزارت سرپرست «ویس برمک» د پکتیا مرکز ګردیز ته رسیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې نن طالبانو د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ او د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ د نیولو تر څنګ د میدان وردګ په چغتو ولسوالۍ کې هم ډله ییز بریدونه وکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x